پکتیا کې د کتاب اونۍ تر نوم لاندې د کتابونو نندارتون پیل شوی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او ځینو ګڼ نفوسه ولسوالیو کې د کتاب اونۍ تر نوم لاندې د کتابونو نندارتون پیل شوی، خو کتاب پلورونکي د کتابونو خرڅلاو او پېکه حالت شکایت کوي.

کتاب پلورونکي وايي، د تېر په پرتله یې د کتابونو پلور دوه برابره کم شوی، چې له امله یې د دوی کاروبار خراب شوی دی.

په مرکز ګردېز کې د یو کتاب پلورنځي مسوول مالک اطلاعات روز ته وویل، چې پخوا ورته د کتابونو پېر لپاره ګڼ ځوانان راتلل او د خپلې خوښې کتابونه به یې تر لاسه کول، خو د نوموړي په وینا چې اوس په دغه وضعیت کې د پام وړ کموالی راغلی او لامل یې د خلکو اقتصادي ستونزې یادوي.

په همدې حال کې بیا د کتابونو یو بل پلورونکي هم په دې برخه کې په روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې اوس مهال ورته ځینې زده کوونکي او د پوهنتون محصلین د درسي کتابونو د پېر لپاره ورځي، خو د نوموړي په وینا چې په ډېره کمه اندازه د ازادې مطالعې مینوال بېلابېل کتابونه تر لاسه کوي.

بلخوا بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست ویلي، چې دوی د کتاب ارزښت ډېرېدو او هم ځوانان مطالعې ته د هڅولو په موخه د کتاب اونۍ تر نوم لاندې د کتابونو نندارتون په لاره اچولی دی.

دوی همدا راز زیاته کړې، چې د کتاب اونۍ تر نوم لاندې یې پیل شوی نندارتون له مرکز ګردېز وروسته اوس د دغه ولایت څمکنیو، زرمت او ځینو نورو ولسوالیو ته هم غځولی دی.

په اوسنیو شرایطو کې د خلکو اقتصادي ستونزې، ټولنیزې شبکې او ځینې نور هغه لاملونه دي، چې د ځوانانو، کتاب او مطالعې تر منځ یې فاصله لا پراخه کړې ده.