کونړ کې ۲۵۰ کورنیو ته د اوبو یوه شبکه جوړیږي

اطلاعات روز: کونړ کې د یونیسف په مالي ملاتړ ۲۵۰ کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړیږي.

کونړ کې د طالبانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرورې ولسوالۍ اړوند «بچي ډاګ» سیمه کې د یونیسف په مالي ملاتړ د یو میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو یوه لویه شبکه جوړېږي.

د مسوولینو په وینا، یاده شبکه به د ۱۵۰ متره ژورې څاه سربېره د ۳۰ متره مکعب ذخيرې، لمریزې برېښنا او ۶۰ شیردانونو اسانتیاوې ولري، چې پر مټ به یې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابره شي.

د سیمې ځايي اوسیدونکي هم د اوبو یادې شبکې جوړیدو ته خوښ دي او وایي، له دې وړاندې د اوبو د کموالي له امله خلک له زیاتو ستونزو سره مخ وو.