زابل  کې د دولتي ښوونځيو پر زده کوونکو د کتابونو ویش پېل شو

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو د پوهنې رياست او يونسيف موسېسې په مالي ملاتړ د دې ولايت پر زده کوونکو باندې د شاوخوا ۲ لکه جلده چاپ شويو کتابونو د وېش لړۍ پيل شوه.

زابل کې د طالبانو د پوهنې ریيس مولوي محمد عثمان حريت وايي، دغه کتابونه به د ياد ولايت په مختلفو ولسواليو کې د ښوونځيو پر هغه زده کوونکو ووېشل شي چې کتابونو ته لاس رسی نه لري.

مولوي حریت زياتوي، د يادو کتابونو شمېر چې دوو لکو ته رسيږي او تر ډېره حده پوري به د دغه ولايت د زده کوونکو اړتيا پوره کړي.

نوموړي ويلي، دغه کتابونه د يونيسف موسېسې په مالي لګښت چاپ شوي او د ښار او ولسواليو د ښوونځيو پر زده کوونکو به ووېشل شي.

د ده په خبره، چې د چاپ شويو کتابونو په منځ کې له اول څخه بيا تر دولسم ټولګۍ پورې د زده کوونکو له پاره کتابونه شتون لري.

زابل کې د طالبانو د پوهنې ریيس د دغو کتابونو د چاپ په برخه کې د يونيسف موسېسې له مرستې مننه کوي او د هغوئ څخه غوښتنه کوي چې ددې ولایت زده کوونکو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د زابل ولايت د ښار او ولسواليو د ښوونځيو زده کوونکو تر دې وړاندې د کتاب له نه شتون څخه شکایت کړی و.