نیمروز کې پر ۲۱۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پېل شوه

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې په دې ولایت کې د خوړو نړيوال سازمان (W.F.P) له ۲۱۰۰ بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړه.

په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس حبیب الله الهام وايي، د دې ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې يې د مرستو دا لړۍ پيل کړه.

نوموړی زیاتوي، چې دا مرستې به د نيمروز د کليو او پراختيا رياست په همکاري او د خوړو د نړيوال سازمان (W.F.P) له لوري پر ۲۱۰۰ کورنیو ووېشل شي.

د الهام په وینا چې دغه د مرستو اوومه دوره ده او تر اوسه ۲۳۶ کورنۍ له دغو مرستو څخه برخمنې شوي دي.

په همدې حال کې چخانسور ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي هم له یادو مرستو څخه خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې دغه ډول مرستې دې دوام پیدا کړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په نيمروز ولايت کې دا ډول مرستې وېشل شوي وې چې پرمهال يې ګڼ شمېر کسان له يادو مرستو برخمن شوي وو.