د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د نفرایټو د کان استخراج پېل شو

اطلاعات روز: د طالبانو تر ولکې لاندې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی چې د کابل په شمال ختیځ کاپیسا ولایت  تګاب ولسوالۍ کې د نفرایټ قیمتي ډبرې کان د استخراج چارې پېل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه کان د کاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ د «ولګۍ» په سيمه کې موقعيت لري او د استخراج کار یې تېره ورځ (دوشنبه، ۹ د غبرګولي) پيل شو.

د کاپيسا والي قاري احسان الله بريال ویلي، چې دغه کان په ٣٠ هکتاره ځمکه کې موقعيت لري، چې د استخراج قراداد یې په نهه میلیارده افغانیو له یوه خصوصي شرکت سره شوی دی.

د کاپیسا لپاره د طالبانو والي دا هم ویلي، چې د دې کان د کار شروع کیدو سره د سیمې سل تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.

په همدې حال کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې هم د کانونو د استخراج د پیل خبر ورکړی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ننګرهار، کونړ، پروان، میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو کې د کانونو استخراج روان دی.

نیفرایټ ډبره په نړۍ کې یو له خورا قیمتي ډبرو څخه ګڼل کېږي چې د هار، غوږوالۍ، بنګړي او سینګار توکو په جوړولو کې کارول کیږي. د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې ډبرې ډېره برخه چین هیواد ته صادرېږي.