د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې کرنیز حاصلات سختې ږلۍ وهلي

اطلاعات روز: د پکتیا ځايي اوسیدونکي وایي، د دې ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د سختې ږلۍ اورېدو له امله د ځايي خلکو کرنیز حاصلات سخت زیانمن شوي دي.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بلال څمکني نن (چهارشنبه، ۱۱ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن غرمه مهال په سیمه کې ږلۍ شوې، چې له امله یې د بزګرانو غنمو او د بڼوالو باغونو ته سخت زیان اړولی دی.

د نوموړي په وینا چې په سیمه کې د غنمو حاصلات رسیدلي او خلک یې په راټولو بوخت دي، خو ننۍ ږلۍ یې حاصلات خورا زیانمن کړل.

د دغې ولسوالۍ یو تن بڼوال حاجي کلا خان چې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو باغ لري وايي، د ږلۍ له امله یې په ونو کې شوی حاصل نیمايي هم نه دی پاتې شوی.

ورته مهال په څمکنۍ ولسوالۍ کې د شوي اورښت له امله سیلابونه هم را وتلي او په ځینو سیمو کې یې د خلکو حاصل خېزه ځمکې هم له منځه وړې دي.