ننګرهار کې د ۴۳ لویو او وړو کانونو استخراج پېل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار د کانونو ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې یې د ۴۳ لویو او وړو کانونو د استخراج چارې پېل کړي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کانونو رییس مفتي عبدالحمید اخند زاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هغه کانونه چې په قانوني ډول یې د استخراج چارې پیل شوي، په کې د شوکاڼي، نفرایتو، ګچ او مرمرو لوی او واړه کانونه شامل دي.

دهغه په خبره په یادو کانونو کې پنځه ویشت زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

اخندزاده زیاتوي:«د ننګرهار په کامې، ګوشتې، خوږیاڼو، شینوارو، شیرزاد او همدارنګه نورو ولسوالیو کې په ۴۳ وړو او لویو کانونو چې په کې د نفرایټ، ګچ، مرمر او داسې نور لوی او واړه کانونه شامل دي په قانوني ډول یې استخراج پیل شوی.»

د کانونو رییس همداراز وایي، تازه یې د ننګرهار په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې د نفرایټو په نامه د قیمتي ډبرو د یوولس کانونو استخراج پیل کړی، چې په خبره یې د استخراج قراردادونه  یې له افغاني شرکتونو سره شوي دي.

د اقتصادي چارو پوه شبیراحمد په اوسنیو شرایطو کې د حکومت له لوري د کانونو استخراج یو ښه ګام بولي. 

هغه وایي، تمه لري چې د کانونو په استخراج سره به نه یوازې خلکو ته کاري زمینه برابره شي بلکې د دولت په عواید کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

شبیر زیاتوي:«اوسنيو شرایطو چې زیاتره خلک بې روزګاره شوي نو دا ډیر ښه اقدام دی چې کانونو استخراج پیل شوی او په کې زرګونه خلکو ته کار پیدا کیږي، غوښتنه کوو چې د کانونو د خپلسرو کیندونو مخنیوی وشي او همدارنګه په دې برخه کې پانګوال لا تشویق شي.»

په همدې حال کې ځینو چینايي سوداګرو په ختیځو ولایتونو، خصوصاً ننګرهار کې د قیمتي ډبرو په برخه کې د پانګونې خبر ورکړی دی.

افغانستان دطبیعي زیرمو له پلوه غني هیواد ګڼل کیږي او باور دا دی که د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کانونو استخراج پیل او پرې پانګونه وشي دا هیواد به د ځان بساینې په لار تګ وکړي.