ننګرهار کې د معلولینو ترمنځ د کرېکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې

اطلاعات روز: ننګرها کې د کرېکټ مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې د مشرقي زون د معلولینو ترمنځ شل اوریزې سیالۍ پېل کړې.

په ننګرهار کې د کرېکټ بورډ سرپرست مشر نعمت عالم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یادې لوبې نن (چهارشنبه، ۱۱ د غبرګولې) پیل او تر درې ورځو به دوام وکړي.

نموړی زیاتوي، په دې سیالیو کې د ننګرهار په ګډون د لغمان، کونړ او نورستان د معلولینو لوبډلې ګډون لري.

عالم وايي، له دې سیالیو څخه یې موخه د زون په کچه د معلولیت لرونکو پياوړو لوبغاړو معلومول دي او د یوې پياوړې لوبډلې جوړول دي.

عالم زیاته کړه:«ننګرهار کې د ختيځ زون لغمان، کونړ، نورستان او لغمان د معلولینو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اوره سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې دوام کوي او هدف مو د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو راتلوونکي جام ته د لوبغاړو ټاکل دي او د ختیځ په کچه د معلولینو د یوې پیاوړې لوبډلې جوړول دي، هڅه کې یو چې لوبغاړو ته لا زیاتې لوبې برابرې کړو.»

د کرکټ روزونکي هم دا لوبې د لوبغاړو د استعداد د معلومولو لپاره مهمه بولي.

د لغمان د معلولینو د کرکټ لوبډلې روزونکی عنایت اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی به وکولای شي له دې لارې زون او ملي لوبډلې ته پياوړي لوبغاړي ور وپېژني.

عنایت زیاتوي:«د دا ډول لوبو برابرول ډیرې مهمې دي ځکه له دې لارې کولای شو، چې ښه او تکړه لوبغاړي د زون په کچه لوبډلې ته پیدا کړو او بیا له دې لارې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي.»

لوبغاړي هم دا لوبې د ځان لپاره يو ښه فرصت بولي، چې له دې لارې به وکولای شي د زون او بیا ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.

ننګرهار د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې د کرکټ استعدادونه او مینه وال په کې تر نورو سیمو زیات دي. له همدې امله یې د هېواد ملي او ځوانو لوبډلو ته د کرکټ استعدادونه ور پېژندلي دي.