هلمند کي د «ACHRO» موسېسې ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې

اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي وایي، د «ACHRO» په نوم يوې موسېسي ۱۰۰۰ بیکاره ځوانانو ته د يوه کانال په پاک کارۍ کې کاري زمينه برابره کړې ده.

په هلمند کې د طالبانو د سیندیزې فرعي حوزې رییس محمد یعقوب قایم وايي، یاده موسېسه غواړي چې د بولان کانال د ۹۵۰۰ نهه زره پنځه سوه مترو په اوږدوالي د زر تنه کاریګرو ځوانانو پر مټ پاک کړي.

قايم وايي، چې  دا کانال به د ۹۵۰۰ نهه زره پنځه سوه متره په اوږدوالي پاک شي او په خبره يې چې هر کارکونکي ته به د ورځي ۴۰۰ افغانۍ ورکړي او کار به يي له شنبې تر پنجشنبې روان وي.

نموړی د یادې موسېسي څخه مننه کوي، چي په دې ولایت کي يې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، او زیاتوي چې د طالبانو حکومت ددغه ډول پروژو د ښه تطبیق ملاتړ کوي.

د بولان اوسیدونکو، دیني عالمانو او ځايي ولسي مشرانو د زر تنه ځوانانو لپاره د کاري زمیني برابرول یو غوره اقدام یاد کړ، دوی د نړیوالو موسېساتو څخه غوښتنه وکړه چې د فقر د له منځه وړلو لپاره دې نور بې روز ګاره ځوانان ته هم د کار زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې تر سياسي تحولاتو وروسته زیات شمیر ښځو او نارینه و خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس دبې کارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.