طالبانو هلمند کې شپږ تنه د پسونو د قاچاق په تور نیولي

اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي وايي، په دې ولایت کې یې شپږ تنه پاکستان ته د مالونو د قاچاق په تور نیولي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندی وایي، طالب امنیتي سرتیرو دغه شپږ کسان تېره ورځ (سه شنبه، ۱۰ د غبرګولي) د ګرمسېر ولسوالۍ د «صفار» په سیمه کي نیولي دي.

هلمندی زیاتوي، یاد شپږ تنو غوښتل چې په یوه لارۍ کې ۱۸۳ بار پسونه پاکستان ته په غیرې قانوني توګه ولیږدوي.

ورته مهال کندهار کې هم طالبانو خبر ورکری و چې تېره ورځ یې په دغه ولایت کې په زیات شمیر پسونه نیولي چې پاکستان ته قاچاق کیدل.

یاده دې وي چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته په قاچاقي لارو نورو هیوادونو ته د غنمو، پسونو، اسلحو او نورو قیمتي ډبرو انتقال زیات شوی دی.