پکتیا کې په قتل تورن کس د طالبانو له بنده تښتېدلی

اطلاعات روز: پکتیا کې ځایي سرچینې وايي، په دې ولایت کې د یوه ریکشه چلوونکي د قتل په تور نیول شوی کس د طالبانو له بنده تښتیدلی دی.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۱ د غبرګولي) پکتیا کې د طالبانو د زندان څخه په قتل تورن کس له بند څخه پښې سپکې کړي او په تېښته بریالی شوی دی. 

د سرچینې په خبره چې یاد کس باندې تور دی چې څو ورځې وړاندې یې د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند سیمه کې یو ریکشه وان وژلی او وروسته یې ترې د هغه ریکشه هم بیولې.

سرچینه کاږي، چې د یو ځوان په قتل او د ریکشې له تښتول کېدو  وروسته ښکېل شخص د طالبانو له لوري ګردېز ښار کې هغه مهال نیول شوی و چې غوښتل یې را تښتولې ریکشه د پیسو په بدل کې خرڅه کړي.

تر اوسه په پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.