د نورستان، نورګرام ولسوالۍ په ځنګله کې لږیدلی اور مهار شوی

اطلاعات روز: نورستان کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت نورګرام ولسوالۍ « شام درې» ځنګله کې د اور د پراخوالي مخه یې نیولې او مهار کړی یې دی.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن (پنج شنبه، ۱۲ د غبرګولي) په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې د اور د پراخوالي او د زیان ډیریدو مخه یې نیولې او هڅه کې دي، چې لګیدلی اور په بشپړ ډول مړ کړي.

دی وایي، په همدې تړاو تېره ورځ (چهارشنبه) له کابل څخه د کورنیو چارو او دفاع وزارت د اور وژنې یو پلاوی هم یاد ولایت ته ورغلی و.

لټون زیاتوي، چې یاد پلاوي د ځایي چارواکو او د سیمې له اوسیدونکو سره لیدلي او د هر راز مرستې ډاډ یې ورکړی دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې دا په تیرو دوو اوونیو کې دریم ځل دی، چې د نورستان د بیلابیلو سیمو په ځنګلونو کې اور لګېږي.

د ځایي خلکو د معلوماتو پر اساس اوسنۍ اورلګیدنه د نورګرام ولسوالۍ اړوند« شام درې» په یوه ځنګله کې په قصدي ډول رامنځته شوې، چې لامل یې هلته د میشتو دوو قومونو ترمنځ د ځنګله پر سر شخړه ده.