ننګرهار کې یو کس د ۶۷۰ پسونو د قاچاق په تور نیول شوی

اطلاعات روز: له افغانستان پاکستان ته د پسونو د قاچاق په تور دا ځل طالب ځواکونو د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې یو کس د ۶۷۰ پسونو سره یو ځای نیولی دی.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاندعبدالصبور زابلي نن (پنج شنبه،۱۲ دغبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ځواکونو یې تیره ورځ په چپرهار کې هغه کس نیولی، چې غوښتل یې (۶۷۰) پسونه پاکستان ته قاچاق کړي.

زابلی وایي، یاد کس په داسې مهال نیول شوی چې د یوې لارۍ په وسیله یې غوښتل یاد شمیر پسونه په غیر قانوني ډول پاکستان ته قاچاق کړي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې پاکستان ته د څارویو د قاچاق راپورونه خپریږي، چې عام وګړي یې د طالبانو له اوسني حکومت څخه د مخنیوي غوښتنه کوي او وایي، که پر وخت یې مخنیوی ونشي په هیواد دننه به د څارویو له کمښت سره مخ شو.