اطلاعات روز: په سمنګان ولایت کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو له خوا د خلکو له مالدارۍ څخه د عُشر ټولولو لړۍ پېل شوې او د دې ډلې چارواکي له څلوېښتو پسونو څخه څلور پسونه عُشر اخلي.
د سمنګان ولایت د رویدوآب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل:«هره کورنۍ چې څلوېښت پسونه ولري باید څلور دانې یې د عُشر په توګه طالبانو ته ورکړي.»
په همدې حال کې د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار د «دلخکي» کلي يو بل اوسېدونکى وايي چې طالبان د دوی په کلي کې د څلورو پسونو بیې په اندازه پيسې ټولوي.
د هغه په وينا، هر مالدار مجبور دی چې د څلورو پسونو په مقابل کې له دیرش تر څلویښت زره افغانۍ طالبانو ته جمعه کړي.
د غور د لعل سرجنګل ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځايي سرچینې وايي چې طالبان د ۴۰ پسونو لسمه برخه (عُشر) ټولوي.
طالبان له کرنیزو محصولاتو هم عُشر اخلي. په همدې حال کې یو شمېر کروندګرو د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو پر طالبانو نیوکه کوي چې په داسې یوه حالت کې عُشر ټولوي.