اطلاعات روز: په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي، وروسته له هغې چې د طالبانو او «مقاومتجبهې» ترمنځ په یوه نښته کې ۱۲ طالب جنګیالي ووژل شول؛ دغې ډلې د جبهې درې تنه لومړی ونیول او وروسته یې ووژل.
سرچینه وايي، طالبانو د «مقاومتجبهې» دوه غړي په ډزو وژلي او له یوه بل یې په چړې سر پرې کړی. اطلاعاتو روز ورځپاڼې ته په رارسیدلې ویډیو کې د دغو کسانو له ډلې د یوه تن پرې شوې غاړه په څرګند ډول لیدل کېږي.
د سرچینې په وینا، تېره پنج شنبه ( ۱۲ د غبرګولي) د پنجشېر ولایت مرکز بازارک ته څېرمه د کرواشي په دره کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ دغه نښته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او درې د «مقاومت جبهې» غړي دغې ډلې اسیران کړي.
په پنجشېر ولایت کې یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د کرواشي درې ته د «مقاومتجبهې» د دغو درېیو غړو د جسدونو د لېږد مخه نیولې او اجازه یې نه ده ورکړې، چې د سیمې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
د دغه سرچینې په وینا، د یادو کسانو جسدونه یې د « سنګر ملګرو» ددغه سیمې په یوه لوړ ځای کې خاورو ته سپارلي دي. یوې بلې سرچینې بیا اطلاعات روز ته وویل چې د دغو کسانو جسدونه د کرواشي په غرونو کې د خپلو کورنیو په نه شتون کې ښخ شوي دي.
طالبانو او د «مقاومتجبهې» تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پنجشیر ولایت له اوږدې مودې راهیسې د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومتجبهې» د غړو او طالب ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد دی.