کندهار کې ۳۶۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو د یوې پروژې چارې پېل شوې

اطلاعات روز: کندهار کې د ICRC موسېسې په مالي لګښت او د طالبانو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت په همکارۍ  ۳۶۰۰ کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو یوه پروژه پېل شوه.

دا پروژه په داسې حال کې عملي کېږي چې لا هم د کندهار ۹۰ سلنه اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، هغه ستونزه چې د کلونو راهيسي يې د دغه ولايت خلک د هوارېدو غوښتنه کوي.

تېر کلونه هم ډېر کله دا ډول د اوبو رسولو پروژې عملي شوي خو کومه خاصه پایله يې نه ده ورکړې.

کندهار کې د طالبانو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مشر انجنير مولوي جانان آغا وايي، د دې پروژې له بشپړیدو وروسته به ۳۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي.

مولوي جانان آغا زياتوي، چې پر دې پروژه باندې ۸۴ زره امريکايي ډالره لګښت راځي او مصرف يې د ICRC موسېسې په غاړه اخیستې چې لسګونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شي.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکي بيا د دې کار څخه خوښي څرګندوي او د اوبو نه شتون خپله لویه ستونزه یادوي.

د دې ناحیې يو اوسيدونکی سيد احمد وايي، اوس وخت د ښار په دې څنډه کې اوبه ډېرې کمې شوي او لا هم د کمېدو په خوا روانې دي.

هغه زیاتوي، د طالبانو حکومت بايد د اوبو رسولو له پاره دوی ته چيک ډیمونه جوړ کړي او د اوبو په تړاو يې غوښتنې واوري.

دی وایي، د اوبو کمښت له زياتو ستونزو سره مخ کړي او که دا پروژه دې سيمه کې په ښه ډول عملي شي نو تر يو حده به يې ستونزې هوارې شي.

د همدې سيمې يو بل تن اوسېدونکی حاجي نظر محمد اطلاعات روز ورځپاڼه ته وويل، د طالبانو حکومت بايد د خپل سري برمو وهلو مخه ونيسي ځکه په خبره يې تاوان يې ټول ښار ته رسېږي.

د ده په وینا، د ‌کور برمه يې وچه شوې او پخوا به يې يو ټانکر اوبه په ۵۰۰ افغانۍ رانيولې خو اوس هغومره اوبه په ۸۰۰ افغانۍ رانيسي.

دی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې بايد ژر تر ژره د اوبو رسولو پروژې عملي کړي تر څو دې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې کندهار کې د تېرو دوو کلونو راهيسي د‌‌ اوبو کچه د ټېټېدو په حال کې ده، خو مسوولين یې د ژر حل کېدو ډاډ ورکوي.