ننګرهار کې د ښاري محکمې پخوانی مدیر اوبو ډوب کړی

اطلاعات روز: د ننګرهار د ښاري محکمې پخواني مدیر اوبو کې د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي د کورنۍ غړي وایي، چې د ننګرهار دښاري محکمې د «ماشومانو دیوان» پخوانی مدیر امید جان تیره ورځ (یکشنبه، ۱۵ د غبرګولي) د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې اړوند بهسودو پله ته څیرمه د کابل سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی دی.

دوی په خپل فیسبوک پاڼه د یاد کس دمړیني خبر ورکړی او ویلي یې دي چې مړی یې بهسودو پله ته څیرمه موندلی دی.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې هر کال د اوړي په همدې موسم کې د زیاتې ګرمۍ له کبله د ښاري او شااوخوا سیمو خلک سیندونو او نهرونو ته د لامبو په خاطر ځي چې ډیری وخت ترې د دغه ډول پېښو خبرونه ورکول کېږي.