ننګرهار کې د کانال مالدارۍ فارم د شيدو کچه دوه برابره لوړه شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کانال اړوند مالدارۍ فارم د شيدو کچه د تیرو کلونو په پرتله نېږدې دوه برابره لوړه شوې ده.

د یادې ادارې د مالدارۍ فارم امر شکرالله نورزي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې اوس مهال دغه فارم ته د زیاتې پاملرنې له امله دوی هره ورځ له ۵۰۰ تر ۵۵۰ لیټره شیدې تولیدوي او هیله من دی، چې دا کچه به سږ کال ۷۰۰ لیټرو ته ورسېږي.

هغه وایي، چې دمګړۍ د مالدارۍ فارم ۲۶۰ غواګانې لري چې له ډلې يې ۵۰ غواګانې شيدې ورکوي.

دم ګرۍ د ننګرهار کانال مالدارۍ فارم کې له ۲۶۰ غواګانو څخه ۵۰ هغه یې شېدې کوي

نورزي زیاته کړه:«د ننګرهار د کانال اړوند د فارم هډې د غواګانو کوم فار م چې دی د شیدو کچه یې د تیرو کلونو په پرتله دوه برابره زیاته شوې او لامل یې دغه فارم ته پاملرنه دی.د غواګونو له یاد فارم څخه مونږ تېر کال په همدې موده کې ۳۰۰ لیټره شیدې ترلاسه کولې، خو اوس  له ۵۰۰ تر ۵۵۰ لیټرو شیدو تولید لرو او هیله لرو چې د تولید دا کچه ۷۰۰ لیټرو ته ورسېږې، ځکه چې ډیرې نورې غواګانې په فارم کې شته چې په نیږدې وخت کې به په شیدو راشي او لنګیږي.»

په ورته مهال د ننګرهار د کانال وادي کرنیز ریاست ویاند سید همایون غریبمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پلان لري چې په راتلوونکي کې د مالدارۍ فارم لپاره په همغه سيمه کې داسې يوه فابريکه جوړه کړي، چې بېلابېل ډوله حيواني توکي توليد او پروسېس کړای شي.

غریبمل وایي:«د ننګرهار د کانال ادارې اړوند فارم د تقویت او هلته د شته ستونزو دحل لپاره مو خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي او لا هڅه کې یو چې شته ستونزې حل شي، نو په همدې موخه کانال اداره پلان لري؛چې شته څارویو اصلاح لپاره کار وکړو او همدارنګه نوې غواګانې هم فارم ته راوړو او ترڅنګ یې پلان لرو، چې د غواګانو د شیدو په عصري ډو ترلاسه کولو، د څارویو وینځلو او نورو برخو کې هم کار وکړو او یوه داسې فابریکه جوړه کړو چې حیواني توکي تولید او پروسیس کړي.»

د کانال ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي چې د غواګانو نسل اصلاح کړي او نوی غواګانې هم فارم ته راوړي

بل لورته بیا حیواني روغتیاپالان د مالدارۍ د تولیداتو په لوړوالي کې په سالمه توګه د څارویو ساتل او په وخت درملنه مهمه بولي.

ډاکتر محمداګل د ننګرهار د مالدارۍ په فارم کې دنده لري، نوموړی د یاد فارم د حیواني ناروغیو درملنې په برخه کې د ډاډ ترڅنګ له مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.

ډاکتر محمداګل زیاتوي:«د میتابلوکي ناروغیو داسې اغېز نلرو او د ویروسي خاص ستونزه نه لرو، ویروسي ناروغیو ته مونږ مخکې له مخکې تدابیر نیولي، دغه بروسلوزیس واکسین به پخوا د زراعت ریاست  لخوا راکول کېدل خو سږ کال نه دی راکړل شوی، چې دا واکسین ډیر مهم دی په خاص ډول وړو څارویو ته له مسوولینو غواړو چې د دغه فارم د پرمختګ لپاره لا کار وکړي.»

د ننګرهار کانال ریاست د مالدارۍ فارم کارکوونکي بیا د دايمي کاريګرو، واښو او نورو خوراکي توکو او برېښنا کمښت هغه ستونزې یادوي چې په خبره یې د دوی کارونه یې ټکني کړي او د حل غوښتنه يې کوي.

نور محمد خان چې د کانال وادي شرکت د مالدارۍ فارم یو کارکوونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که د دایمي کاریګرو شمېر زیات او د واښو او نورو اړینو خوراکي توکو په تړاو له شرکتونو سره قراردادونه وشي نو هم به یې چارې اسانې شي او هم به د مالدارۍ سمه ساتنه او پالنه شوې وي.

په دې فارم کې شته کاریګر وایي، د فارم کار ښه روان دی او یواځینۍ ستونزه یې د بریښنا او دایمي کاریګرو نه شتون دی

محمد خان زیاته کړه:« دلته ستونزه د بریښنا، واښو او کاریګرو کمښت دی چې له امله یې زمونږ د کارونو پر وړاندې ستونزې زیاتې شوي، د مالدارۍ اندازه مخ په ډېرېدو ده، په شته کاریګرو ورته رسېدنه سخته ده، په موقتي کاریګرو کار سم پرمخ نشو وړی، ځکه چرته د فني کارګر کار او چرته د موقتي کارګر کار، دانه بابو ته اړتیا ډېره ده، چې خپله باید کانال شرکت دانه باب تولید کړي، اوس وخت کې مو مشرتابه له شرکتونو سره په طرحو هم کار کړی څو اړتیاوې مو پوره شي.»

د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم پر شاوخوا ۱۷ جریبه ځمکه څو لسيزې پخوا جوړ شوی، چې د بېلابېلو نسلونو د غواګانو روزنه او پالنه په کې کيږي.