کندهار کې ژورې څاه ته لویدلې مېرمن؛ د ژغورنې عملیات ناکام شول

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبان ځايي مسوولين وايي، د دې ولايت د‌ خاکریز ولسوالۍ په «سرکاڼو» سيمه کې ژورې څاه ته لوېدلې امیندوارې مېرمن خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کندهار کې د طالبانو د اوبو او کاناليزاسيون رياست مشر انجنير مولوي جانان آغا وایي، برمې ته لوېدلې میرمن نن (چهارشنبه، ۱۸ د غبرګولي) ماښام خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړی وايي، د دوی د تخنيکي ټيمونو د معلوماتو په اساس ۶۰ متره برمې ته لوېدلې میرمن ژوند له لاسه ورکړی.

کندهار کې د فوايد عامې رییس نعمت الله سراجي بیا وایي، دا پېښه تېره شپه ۹ بجې د دې ولايت د خاکريز ولسوالۍ په «سرکاڼو» سيمه کې رامنځته شوې.

هغه زياتوي چې څاه ته لوېدلې ښځه اميندواره وه او  ۲۵ کاله عمر یې درلود.

نوموړی وايې، دغه ژور څاه شاوخوا ۶۰ متره اوږدوالی لري او ښځه اوس مهال د څاه په ۱۶ متري کې بنده پاتې ده.

دغه راز په خاکریز ولسوالۍ کې يوه ځاي سرچينه  چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، دغه پېښه د کورنۍ تاوتريخوالي له کبله رامنځته شوي ده.

سرچينې وایي، يادې ميرمنې کورنۍ ستونزه لرل او تر دې وړاندې يې له خپلې کورنۍ سره شخړه کړی وه.

سرچینې زیاته کړه: «دغه ښځې تېره شپه د خاوند کورنۍ سره جنجال کړی و، له هغه وروسته يې د برمې سر ايسته کړی او ځان يې ور اچولی دی.»

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ژورو څاه ګانو ته څو ځله ماشومان لویدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی خو، د طالبانو حکومت د داسې پیښو د مخنیوي په موخه تر دې دمه هیڅ کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.