خوستیان: لرغوني ځایونه د تخریب له ګواښ سره مخ دي؛ طالبان یې باید ساتنه وکړي

اطلاعات روز: په خوست ولایت کې د لرغونو ځایونو د تخریب او ځینو نورو ځایونو د کیندنې په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، له څه مودې راهیسې په مرکز او د ځینو ولسوالیو لرغوني ځایونه د ځايي خلکو او نورو طبعي افتونو له امله تخریب شوي دي.

د دوی په خبره چې څه موده وړاندې په دې ولایت کې د «بوڅي خېلو» سیمه کې یو پخوانی قبر د نامعلومو کسانو له لوري سپړل شوی و.

د مرکز اوسېدونکی ولي جان لکڼوال وايي، خوست کې د «حسن کوټ» ترڅنګ ګڼ لرغوني ځایونه شته، خو د نوموړي په خبره چې د ساتنې او بیا رغونې لپاره یې نوي حکومت تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی کړی.

خوست کې د عازي ببرک خان کلا چې د تخریب له ګواښ سره مخ ده

هغه وايي: «زمونږ په خوست ولایت کې ټول ۲۰ تاریخي عابدات شته، چې یو یې هم د حسن کوټ یادولی شو، د دې ځایونو لپاره هغه چې څومره لازمه ده په تېر او اوس حکومت کې زیات پام و نه شو او نه هم ورته د بیا رغونې لپاره پاملرنه شوې ده. زمونږ غوښتنه دا ده، چې دغه ځایونه باید وساتل شي او کوم چې د لمنځه تللو په حال کې دي د هغوی مخنیوی وشي.»

په خوست ولایت کې یو قومي مشر سردار خان نوري وايي، په خوست کې د ببرک خان ځدراڼ کلا یا کور چې ۱۵۰ کاله تاریخي مخینه لري او په ځاځي میدان کې د ګرګوري تاڼه یا نظامي کلا د هغه په خبره چې اوس په ناوړه حالت کې ده او د دې د بیا رغونې لپاره د طالبانو له حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

نوموړي وویل: «مونږ په خوست کې د نورو تاریخي ځایونو ترڅنګ یوه لرغونې کلا چې د ببرک خان په نوم یادیږي اوس د له منځه تللو په حال کې ده او که ورته د بیا رغونې لپاره پام و نه شي، نو د نورو ځایونو په څېر به دغه مهم ځای هم له منځه لاړ شي.

خلک وایي، دخوست لرغوني ابداتو د ساتنې لپاره نه تېر حکومت کړی و او نه هم طالبانو تر اوسه کوم اقدام تر سره کړی دی

په دې اړه بیا د خوست ولایتي مسوولین هم په ځینو سیمو کې د لرغونو ځایونو تخریب او د نامعلومو کسانو له لوري د بعضې پخوانیو قبرونو د ناقانونه سپړنې موضوع نه ردوي او وايي، چې د مخنیوي لپاره یې جدي کار روان کړی دی.

د مسوولینو په خبره چې د پخوانیو ځایونو د ساتنې لپاره به د امنیه قومندانۍ له لوري ځانګړې قطعه جوړه او په اړونده ځایونو کې به په دندو وګمارل شي.

په خوست ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې چې اوس مهال د دغه ولایت په موزیم کې لسګونه پخواني اثار اېښودل شوي چې هر کال ورته له بېلابېلو ولایتونو سیلانیان د لیدو لپاره ورځي.