بدخشان کې يو پخوانى پوليس افسر وژل شوی

اطلاعات روز: په بدخشان ولایت کې ځایي سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د پولیسو یو پخوانی افسر نصیر احمد د «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور وژلی دی.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو نصیر احمد تېره شپه (جمعه، ۲۰ د غبرګولي) له کوره ویستلی او به چړو یې وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نصيراحمد پخوا د بدخشان په امنيې قوماندانۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير و او د طالبانو راتګ سره په کور کینول شو.

په ورته وخت کې يوه بله سرچينه وايي، چې دغه پخوانى سرتېرى د شخصي دښمنۍ له امله د يوه بل کس له خوا وژل شوى دى.

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دغه پخواني سرتېري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

له دې وړاندې هم د بدخشان په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې د طالبانو له خوا د پخوانيو سرتېرو د وژنو او نیولو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سرچينې په وینا، اوسمهال د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د پخواني وياند په ګډون يو شمېر پوځيان د طالبانو له لوري نيول شوي او برخليک يې نه دى معلوم.