اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وایي، پیښه تېره ورځ ( جمعه، ۲۰ د غبرګولي) د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي رامنځته شوې ده.
ریاض زیاتوي، وژل شوی محمد داود شاه باندې د صدیق الله په نوم یو کس ډزې کړي او وژلی یي دی.
هغه وایي قاتل غلام صدیق الله د طالبانو لخوا نیول شوی خو هغه ادعا کوي چې دغه کس یې ځکه وواژه چې کور ته یې ورغلی و او د ده د وژلو نیت یې درلود.
د ریاض په خبره د پېښي د څرنګوالي او څېړنې په موخه هڅې رواني دي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو رسیدو وروسته د هیواد په سویلي حوزه کې د ملکي وژنو کچه لوړه شوې ده.