د کابل-لوګر، لوګر-ګردېز پر لویه لاره غلاوې زیاتې شوي

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون اوسېدونکي وايي، له څه مودې راهیسې د کابل-لوګر او لوګر-ګردېز ترمنځ پر لویه لاره د غلا او انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي، چې له امله یې پرې تلوونکي مسافر سخت اندېښمن دي.

د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکي نورالدین اطلاعات روز ته وویل، چې څو ورځې وړاندې یې د یو ملګري «ویډز» موټر د کابل-ګردېز پر لویه لاره غلو وتښتاوه، چې د هغه په خبره تر اوسه یې په اړه هیڅ معلومات نشته.

نورالدین زیاته کړه، چې دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله د لوګر په ساحه کې وسله والو غلو مسافر لوټ کړي.

هغه وايي: «مونږ خو ویل، چې اوس طالبان راغلل نو غلا به ورسره کمه شي، خو اوس حالت ته چې ګورو په تېر شکر باسو، ځکه دوه اونۍ وړاندې زما یو ملګری لوګر ته روان و، چې په لاره کې ورڅخه غلو موټر وتښتاوه او تر اوسه یې د پیدا کېدو لپاره طالب امنیتي کسانو هیڅ اقدام نه دی کړی.»

خلک وایي، د سویل ختیځ زون ولایتونو تر منځ پر لویو لارو غلاوې زیاتې شوي او طالبانو یې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت اوسېدونکي هم د غلا او نورو جنايي پېښو په ډېرېدو اندېښمن دي، هغوی د روان وضعیت سمون لپاره له طالبانو غوښتنه کوي، چې د کابل- لوګر لارې په مسیر امنیتي پوستې جوړې کړي.

د دوی په خبره، چې د تېر نظام ټولې پوستې راټولې شوې چې اوس په کې غلا او نورو جنايي پېښو ته ښه زمینه برابره شوې ده.

په دې اړه د محمداغې ولسوالۍ یو موټر چلوونکي خان زمان داسې وویل: «غلا خو بیخي ډېره شوې، ځکه له کابله چې لوګر ته راځې نو ټولې دوه پوستې هم نشته، که وسله وال غله هر ځای وغواړي لارې ته راوځي او له خلکو پیسې، موټر او نورو توکي اخلي. دغه حالت باید کابو شي او په لاره کې د امنیتي کسانو پوستې واچول شي.»

د خوست ولایت یو تن موټر چلوونکي وزیر موسی خېل چې د کابل یه لاره سوارلۍ رسوي له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د ګڼو هغو پېښو چې په کې غلا او نورې جنايي پېښې شاملې وې یادونه وکړه.

نوموړي وویل، چې د ګردېز- خوست لارې وضعیت ښه دی، خو د کابل- ګردېز ترمنځ په لوګر کې له څه مودې راهیسې وسله وال غله زیات شوي او خلک له مازدیګر وروسته په دغه لاره تګ ته زړه نه ښه کوي.

موسی خېل داسې وايي: «مونږ په خوست – ګردېز لاره کې هیڅ مشکل نه لرو، خو له کابله چې بیا راځو په لوګر ساحه کې زیات مشکل پیدا شوی خپله مې د غلا درې پېښې لیدلي او له ګڼو نورو داسې پېښو خبر شوی یم، چې غلو له خلکو موټر، مبایلونه او یا هم نور وسایل غلا کړي دي.»

خلک د مازدیګر او ماښام وروسته د کابل-لوګر او لوګر -ګردیز پر لاره د غلو له امله تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي

بلخوا په سویل ختیځ زون کې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان څه موده وړاندې ویلی و، چې د لویو لارو امنیت ساتنې لپاره به کافي نور طالب سرتیري هم په دندو وګماري.

د هغه په خبره چې اوس مهال د کابل – خوست ترمنځ په لویه لاره کې نه یوازې امنیتي پوستې لري، بلکې د جنايي او نورو امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره سیارې ګزمې هم ترسره کیږي.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو طالب قومندان ایوب خالد وویل: «مونږ د زون په کچه په لویو لارو کې هیڅ مشکل نه لرو او دا چې په ځینو سیمو کې د امنیتي او جنايي پېښو وېره وه، د هغه لپاره مو امنیتي پوستې جوړې کړې او کافي سرتېري مو په کې ځای پر ځای کړي دي.»

د کابل-خوست ترمنځ پر غځېدلې لویه لاره هره ورځ د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو سلګونه موټر تګ-راتګ کوي، خو که د غلا او نورو جنايي پېښو مخه و نه نیول شي، د خلکو په کارو بار به لا منفي اغېز وکړي.