کندهار کې د رواني ناروغانو له پاره یو مرستون جوړ شوی

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د هغو رواني ناروغانو د ساتنې له پاره مرستون جوړ شوی چې مخکې به خلک ورسره په کلي، کوڅو، او کورونو کې سخت په تکليف و.

کندهار کې د دغه مرستون مشر عبدالسلام آغا اطلاعات روز ته وویل، په دغه مرستون کې شاوخوا ۳۷ تنه رواني (ليونيان) ناروغان ساتل کېږي.

د ده په وینا، ياد ۳۷ تنه رواني ناروغان په خپل خير او شر نه پوهېږم او عصبي سيسټم يې تر سخت فشار لاندې دی.

هغه وايې، که بهرني موسېسات د دغه ډول رواني ناروغانو په درملنه کې ورسره مرسته وکړي نو ټول ناروغان به بېرته روغ شي او خپلو کورنيو ته به ستانه شي.

د‌ مرستون د مشر په خبره، چې په يادو روانې ناروغانو کې داسې کسان هم شتون لري چې چا خپل پلار، ميرمن او يا ورور يې وژلي دي.

د دغو رواني ناروغانو د کورنۍ غړي ډېر خوشاله دي چې ناروغانو ته یې اوس د ساتلو زمينه برابره شوې ده.

د يو تن رواني ناروغ د کورنۍ غړي ایمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، پخوا به له خپل رواني ناروغ څخه ډېر په تکليف و خو اوس يې دلته ساتنه کېږي.

دی وایي، رواني ناروغ به يې کله په کوڅه کې جنګ کوه او کله به یې په خلکو پسې ډبرې غورځولې خو اوس يې دغلته ساتنه کېږي.

د ايمل په وينا چې دغه مرستون ته يوې مور خپل څلور داسې زامن راوستلي چې ټولو رواني ناروغۍ درلوده او خپل پلار يې وژلی.

دغه کس وايي: «دا ډېر ښه کار شوی چې دغه ځای جوړ شوی، موږ ډېر پر کراره شوي يو پخوا د خپل ناروغ سره ډېر په تکليف و، کله به يې په کوڅه کې په خلکو پسې ډبرې غورځولې او کله به یې جنګونه کول، خو اوس دلته ساتل کېږي.»

د ځينو رواني ناروغانو د کورنۍ غړي له اقتصادي ستونزو څخه خبره کوي او وايي د خپل ناروغانو د تداوي وس او توان نه لري. .

دوی وایي، دومره وس او توان يې نه درلود چې خپل رواني ناروغ يو ډاکتر ته د درملنې له پاره بوځي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په کندهار کې د دغه ډول رواني ناروغانو د ساتنې له پاره کوم خاص او ځانګړی ځای شتون نه درلود ترڅو خلک خپل رواني ناروغان د ساتنې او پالنې له پاره ورولي.