نورستان کې د دوو قومونو ترمنځ په جګړه کې یو طالب قومندان وژل شوی

اطلاعات روز: نورستان کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت په دواب ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ په جګړه کې د یادې ولسوالۍ د تامیناتو طالب مسوول وژل شوی دی.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۲۲ د غبرګولي) ناوخته په دواب ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې، چې له امله یې د یادې ولسوالۍ د تامیناتو مسوول مبین خان وژل شوی دی.

د لټون په خبره  لا معلومه نه ده، چې ډزې کوم لور کړي، خو زیاتوي، چې یاد امنیتي قومندان سیمې ته د خلاصون په موخه ورغلی و، چې قومونه د جګړې منعه کړي.

لټونه په دغه نښته کې نورو کسانو ته د زیان اوښتو په تړاو څه ونه ویل.

نورستان کې ډیر کله دا ډول پېښې د قومونو ترمنځ د شخړو له امله رامنځته کیږي، چې زیاتره وخت پکې قربانیان ولسي خلک وي.