زابل کې د ۱۰ کيلومتره سړک د جوړېدو چارې پېل شوې

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په دې ولايت کې د اته سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ۱۰ کيلومتره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.

زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي حماد نيازی وایي، ياد سړک د مرکز قلات ښار په داخل کې جوړېږي او د دغه ښار بېلابېلي برخې به سره ونښلوي.

د ده په وينا چې د دغه سړک  تر جوړېدو وروسته به د قلات ښار، هوا شناسي کلی، رساله کلی، او نوی کلی سره وصل شي او د تګ راتګ په برخه کې به شته ټولې ستونزې حل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه لس کيلومتره سړک د رغنيزو چارو مالي تمويل د UNHCR موسېسه کوي او د ACHRO دفتر له لوري به یې چارې پر مخ وړل کېږي.

دی وايي، د دې لس کيلومتره سړک پر جوړېدو به اته سوه زره (اته لکه) امريکايي ډالره لګښت راشي او دا لګښت به د همکارو موسېساتو له لوري ورکول  کېږي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د قلات ښار يو شمېر اوسېدونکو په دغه ولايت کې د معياري سړکونو له نشتوالي شکایت کوه او ویلې يې دي چې د سړکونو خرابوالي له امله نشي کولای پر وخت تر خپل کارونو ورسیږي.