نیمروز کې یو سړي د خپلې کورنۍ نهه غړي وژلي

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ وايي، يوه سړي د خپلې مېرمنې او ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ نهه غړي وژلي دي.

باختر دولتي خبري اژانس نيمروز ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مولوي محمد مهاجر له قوله خبر ورکوي چې قاتل له سیمې څخه تښتيدلى دى.

د مهاجر په وينا، دغه سړي تېره ورځ (يکشنبه، ۲۲ د غبرګولۍ) د نيمروز په مرکز زرنج کې د خپلې مېرمنې، ماشومانو او خسر په ګډون د خپلې کورنۍ نهه تنه وژلي دي.

د دې ډلییزې وژنې د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کورنۍ تاوتریخوالی او ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي. فقر او بې کاري د داسې پیښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.