د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ د «بېلې» لېسې ښوونکو د سر په بیه د زده کړو بهیر ژوندی ساتلی

اطلاعات روز: د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ د «بیلې» لېسې ښوونکي او یوشمېر زده کوونکي هره ورځ د کونړ له خونړي سیند تېریږي ترڅو په یاد ښوونځي کې د هیواد راتلوونکی نسل وروزي.

د یادې لېسې ښوونکي وایي، د تدریس په موخه د کونړ له څپاند سینده د «ټوپانو» په وسیله تیریږي، چې هره لحظه یې په سیند کې د ډوبیدو ویره شته.

د بیلې لېسې یو ښوونکي نورالرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د پُل د نشتوال له امله دوی اړ دي، چې د ټوپانو په وسیله سختي وګالي او ښوونځي ته لاړ شي.

د بېلې لېسې ښوونکي هره ورځ دغه ښوونځي ته پر ټوپانو تګ راتګ کوي

هغه وایي، هره شېبه یې د ډوبېډو خطر شته خو کلک  هوډ یې مجبوروي چې دا حالت ومني او د هېواد بچي وروزي.

معلم نورالرحمن زیاته کړه: «مونږ هره ورځ د ټوپانو په وسیله د کونړ له سیند څخه تیریږو او ښوونځي ته د خپلې دندې ترسره کیدو په موخه ځو، هر وخت په اوبو کې د ډوبیدو خطر وي خو ټولو استادانو دا هوډ کړی چې هر حالت کې به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د سیمې زده کوونکي به له زده کړو نه بې برخې کوو، که حکومت په دې سیمه کې د کونړ پر سیند پل جوړ کړي دا ستونزه هواریږي.»

د مومندرې ولسوالۍ د پوهنې امریت د نظارت یو غړی ولي الله هلال اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، اوسمهال د بیلې په لېسه کې ۲۴ ښوونکي زده کوونکو ته د تدریس چارې پر مخ وړي او ټول له ورته ستونزو سره مخ دي.

د هلال په خبره  په یاده لېسه کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۸۵۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د بېلې لېسې ښوونکو ټینګ هوډ کړی چې په هر حالت کې به ځان ښوونځي ته رسوي او تدریس به کوي

نوموړی زیاتوي چې په بېله کې د کلي او ښوونځي ترمنځ پر کونړ سيند د پله د نشتوالي له امله نه يوازې دا چې ښوونځي ته يې د ښوونکو او زده کوونکو ورتګ سخت کړی؛ بلکې د هلکانو او نجونو په ګډون یې نږدې ۹۰۰ زده کوونکي هم له زده کړو بې برخې کړي دي.

هلال زیاته کړه:«دمومندرې ولسوالۍ د بیلې لېسه کې اوسمهال شاوخوا ۸۵۰ نجونې او هلکان زده کړې کوي او زیاترو یې پر سیند د پل د نشتون له امله زده کړو ته شاه کړې او نشي کولای په سیند را واړوي، په سیند باندې پل نشته او استادان په ډیرو ستونزو تګ راتګ کوي خو زیاتره زده کونکي بیا نشی کولای په سیند باندې را واوړي او ښوونځي ته راشي، ډیرو نجونو او هلکانو زده کړو ته شاه کړې ده.»

پر دغه سیند تګ راتګ نه یواځې ښوونکو ته لویه ستونزه جوړه کړې بلکې زیاتره زده کوونکي له زده کړو څخه هم بې برخې پاتې دي

عتیق الله چې د بیلې لېسې د نهم ټولګي زده کوونکی دی، هره ورځ له خپلو نورو ټولګیوالو دا ګواښ مني او له خپلو ملګرو سره د کونړ له خونړي سینده تېرېږي او ښوونځي ته ځي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کورنۍ یې ډیر کله د باد او باران په ورځ ښوونځي ته نه پریږدي ځکه په دغه ورځو کې په سیند کې د ډوبیدو ویره ډیره وي.

عتیق الله زیاتوي:«زه د مومندرې ولسوالۍ د باسول سیمې اوسیدونکی او اوسمهال د بیلې لېسې په نهم ټولګي کې زده کړې کوم، هره ورځ په کونړ سیند د ټوپ په وسیله ښوونځي ته راځم او ډیره کله راته کورنۍ د باد او باران په ورځ ښوونځي ته اجازه هم نه راکوي او همدارنګه ډیر هلکان او نجونې غواړي زده کړې وکړي خو په سیند ښوونځي ته نشي تلای ځکه خو ترې زده کړې پاتې دي.»

زده کوونکي اړ دي چې د کتابونو تر څنګ یو ټوپ هم ولري ترڅو د کونړ سینده تېر شي او زده کړې وکړي

اخوا د ننګرهار د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند فرهاد ستانکزي یاده ستونزه مني او وایي، دوی د دې ستونزې د حل په موخه یو لړ اقدامات کړي او هیله لري، چې ژر به دا ستونزه حل شي.

ستانکزی زیاتوي:«د مومندرې ولسوالۍ د بیلې لېسې ښوونکي هره ورځ په کونړ سیند اوړي او دندې ته ځي، مونږ هڅه کې یو چې هلته د ښوونکو د شته ستونزو دحل لپاره له نورو اړونده ادارو سره حل لاره پیدا کړو او همدارنګه ورته پل جوړ کړو، څو ښوونکو او زده کوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.»

ننګرهار کې د پوهنې مسوولین وايي چې ښوونکو او زده کوونکو ته یې د یو پل جوړولو وړاندیز کړی

د یادې لېسې زده کوونکي وایي، د مومندرې ولسوالۍ د بیلې کلي زیاتې نجونې او هلکان غواړي زده کړې وکړي، خو پر وړاندې یې د کونړ سیند هغه خنډ دی، چې له امله یې د زیاتو نجونو دا ارمان په زړه پاتې کړی او له زده کړو بې برخې دي. دوی وایي که یې د پل غمه وشي د ډېرو نجونو او هلکانو هېلې به ورسره پوره شي.