د خوست په ځنګلونو کې لګېدلی اور مهار شوی

اطلاعات روز: د خوست ولایت د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو اړوند جلغوزیو په ځنګل کې لګیدلی اور نن سهار د ځايي خلکو او ځوانانو په همکارۍ مهار شوی او د پراخېدو مخه یې نیول شوې ده.

ځايي خلک وايي، تېره شپه (یکشنبه، ۲۲ د غبرګولي) د خوست له مرکز څخه لسګونه ځوانان د اشر په ډول موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ته ورغلي او له ځايي خلکو سره په ګډه یې د پراخېدونکي اور مخه نیولې ده.

د دغو ځوانانو له ډلې یې میرزا علي وايي، د ځوانانو ولسي اشر پر مټ یې تېره شپه په موسی خېلو ولسوالۍ کې د لګېدلي اور د زیاتېدو او د جلغوزیو د نورو ونو له سوځېدو څخه یې مخنیوی کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې په غرونو کې طبعي ونې د هیواد ملي شتمني ده او باید د ساتنې لپاره یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

په همدې حال کې یو بل ځوان نقیب الله ځلاند چې د اور خاموشه کولو لپاره په شوي ولسي اشر کې یې برخه اخیستې ډاډ څرګند کړ، چې د خوست ولسي خلک به هیڅکله چاته دا اجازه ورنکړي، چې په ملي شتمنۍ لوټ او یا یې د اور خوراک کړي.

په همدې حال کې بیا د خوست لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس شبیر احمد عثماني رسنیو ته ویلي، چې د لګیدلي اور د خاموشه کولو لپاره به ولایتي مسوولین پوره هڅه وکړي.

د خوست په ګډون د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې د اور  لګیدنې پیښو خلک سخت اندېښمن کړي او د طالبانو له حکومت د شوې اور لګیدنې د پلټنې غوښتنه کوي.