نیمروز کې يو کس ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز زرنج کې يو کس ځان زندۍ کړی دی.

نيمروز کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس مفتي حبیب الله الهام وايي، چې د محمد ياسين په نوم دغه کس چې د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار د «ملاشير» کلي اوسيدونکی و خپل ځان يې په دار ځړولی او مړ شوی دی.

د هغه په خبره چې تراوسه د ياد کس د ځان وژنې لامل نه دی معلوم خو زياتوي چې جسد يې روغتون ته ور وړل شوی دی.

ورته مهال د نيمروز ولايت د طالبانو د امنيه قومندانۍ مسوولينو هم دغه پيښه تاييد کړې او زياتوي چې په لومړيو څیړنو کې څرګنده شوې چې ياد کس په نيمه شپه ځان په دار ځړولی او ځان وژنه يې کړې ده.

د امنيې قومندانۍ دغه مسوولين وايي دوی د يادې پيښې پلټنه کوي.

واک ته د طالبانو رسیدو سره سم هیواد کې دځان وژنې پيښې زياتې شوي چې لامل يې فقر او غربت دی.