ننګرهار کې طالب ځواکونو درې تنه د انسان تښتونې په تور نیولي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې ځواکونو یې په مومندرې ولسوالۍ کې هغه درې تنه نیولي چې د طالبانو له نامه څخه په ګټې اخیستنې یې درې کسان تښتولي وو.

 د ننګرهار د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالصبور زابلي نن (سې شنبه، ۲۴ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نیول شویو کسانو څو ورځې وړاندې د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د مومندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې درې سوداګر تښتولي وو.

نوموړی زیاتوي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د مومندرې او بټي‌کوټ ولسواليو امنيتي مسوولین سیمې ته ورغلي او د نيم ساعت په جريان کې يې انسان تښتوونکي نيولي او درې کسان يې ترې خوشې کړي دي.

چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې په دې ورستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د وسله والو غلو او انسان تښتوونکو زیاتیدو ولسي خلک اندیښمن کړي دي.