تخار ولایت کې درې طالبان د «مقاومت جبهې» سره په نښته کې ووژل شول

اطلاعات روز: د تخار ولايت په چال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د « مقاومت جبهې» جنګیالیو ترمنځ نښته کې درې تنه طالبان وژل شوي دي.

سرچینه وایي، دغه نښته پرون (دوشنبه، ۲۳ د غبرګولي) سهار هغه مهال رامنځته شوه کله چې طالبانو د چال ولسوالۍ «اسپنج» په کلي کې د «مقاومت جبهې» پر قرارګاه برید وکړ.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې شاوخوا ۶۰ طالب ځواکونو د «مقاومت جبهې» غړي محاصره کړي و.

د سرچينې په وينا، له څو ساعته نښتې وروسته مقاومت کوونکو محاصره ماته کړه او طالبانو ته یې هم  مرګ ژوبله واړوله.

دى وايي چې په دې نښته کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې د «مقاومت جبهې» يو سرتېرى ټپي او طالبانو اسیر کړی دی.

د تخار سیمه ییزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په دې وروستیو کې په پنجشیر او بغلان ولایتونو کې هم «مقاومت جبهې» سره نښتې کړې دي.