طالبانو په هلمند کې ۲۵ تجارتي مارکيټونه تړلي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولین وايي، چې دوی د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې ۲۵ هغه تجارتي مارکيټونه تړلي کوم چې د برېښنا له درکه پوروړي وو.

په دغه ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريس حافظ راشد هلمندی وايي، چې یاد شخصي مارکېټونه  یې د برېښنا د مصرف او تیرو باقیاتو د نه تحوېلولو له امله مهر لاک کړي دي.

هغه وايي د دوی د برېښنا ریاست له لوري د یادو مهر شویو مارکېټونو څښتنانو ته خبر ورکول شوی چي ترڅو یې د برق بیلونه نه وي تحویل کړي، پخپل سر د یادو مارکېټونه خلاصول به یې جرم وګڼل شي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د راشد  په وینا دا مارکېټونه به تر هغه وخته مهرلاک وي ترڅو یې د برېښنا د مصرف بیلونه نه وي تحویل کړي.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته دوی پر عامو خلکو او تجارانو ماليات لوړ کړي چې له امله يې په ښارونو کې د توکو قيمتونه لوړ شوي او خلک د يادو مالياتو د ورکولو توان نه نلري.

تردې مخکې د لويو لارو موټر چلونکو او ګڼو نورو کسانو د طالبانو له حکومت څخه شکايت کړی و چې پر عامو خلکو يې ماليات لوړ کړي دی.