کونړ کې د لاسي بم چاودنې له امله یوه میرمن او درې ماشومان ټپیان شوي

اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي وایي، په دې ولایت کې د لاسي بم چاودنې له امله د یوې کورنۍ یوه میرمن او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د کونړ لپاره د طالبانو د والي ویاند قاري نجیب الله حنیف نن (پنجشنبه، ۲۵ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پېښه تیره ورځ ناوخته د ناړۍ ولسوالۍ په یو کلي کې د لاسي بم چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې په چاودنه کې د یوې کورنۍ یوه میرمن او درې ماشومان ټپيان شوي، چې د ښې درملنې په موخه یې د کونړ ولایتي روغتون ته انتقال کړي، چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.

هغه وایي، پېښه له چاودیدونکو توکو سره د کورنۍ د بې پروایۍ له امله رامنځته شوې ده.

د هیواد په ډیرو سیمو کې دا ډول پېښې د کورنیو د بې احتیاطۍ او د ناچاوده توکو له امله رامنځته کیږي، چې ډیر کله یې قربانیان ماشومان او میرمنې وي.