هلمند کې ۵۰۰ کورنيو ته د نغدو پیسو ويش پېل شو

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي مسوولین وایي، به دې ولایت کې د يو اين ايچ سي موسېسې په مالي ملاتړ او د ودان موسېسې په تخنيکي همکارۍ ۵ سوه بې وزله کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پېل شوه.

په هلمند کې د طالبانو د کډوالو چارو ريیس مولوي الله داد انقيادي وايي، د يادو مرستو ترسره کيدو سروې له وړاندې د واو په نوم يوې موسېسې لخوا ترسره شوې وه چې د ويش چارې يې ودان موسېسې پر غاړه اخيستي دي.

د طالبانو دغه مسوول وايي، ټولې ۵ سوه بې وزله او هغه کورنۍ سروې او په نښه شوي چې په کور کې یې څه نه لرل چې هرې کورنۍ ته به ۴۲۰ امریکایي ډالر ورکول شي.

انقیادي زیاتوي، چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته دوی په هلمند کې تر ديرش زره کورنيو پورې مرستې رسولې او لاهم په دې برخه کې بوخت دي ترڅو نورو اړمنو کورنيو ته هم اړينې مرستې ورسوي.

په ورته مهال هغه کورنۍ چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي خوشاله دي او زياتوي چې په کور کې یې د خوراک لپاره هيڅ نه درلودل.

مرسته ترلاسه کوونکي وايي نړيواله ټولنه دې په راتلونکي کې هم د اړمنو افغانانو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو نيوکې کيږي چې د مرستو د ويش پرمهال تعصبي چلند کوي او د اړمنو پر ځای خپلو خپلوانو او خپلو جنګياليو ته مرستې رسوي.

له کله نه چې افغانستان کې طالبان واکمن شوي ورسره په ټول هېواد کې د خلکو اقتصادي وضيعت خراب شوی او له سخت فقر او غربت سره مخ دي.