انځور: باختر اژانس

کاپیسا کې د یوې ورځې لپاره کتابونه نندارې ته وړاندې شول

اطلاعات روز: د کاپیسا ولایت حصه اول ولسوالۍ کې د کتاب او مطالعی فرهنګ دودولو په موخه د یوې ورځې لپاره کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

دغه نندارتون په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او په دې ولایت کې د جرمني هیواد فرهنګي کانتینر په همکارۍ په لار اچول شوی و.

په کاپسا ولایت کې باختر دولتي اژانس چې د طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي لیکلي چې دغه نندارتون تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۵ د غبرګولي) په دې ولایت کې ترسره شو.

د کتابونو په دې جوړ شوي نندارتون کې د کاپیسا لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم الله وثیق وویل، د اسلام سپیڅلي دین کې د کتاب ځای ډیر لوړ او ارزښتناک دی او تر ټولو بهترین کتاب چې الله جل جلاله مسلمانانو ته ورکړی هغه قران کریم دی چې د پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو کتابونو سرچینه له همدې کتاب څخه اخیستل شوې ده.

ورته مهال د نورو ګډون والو ترڅنګ د کاپیسا د شاعرانو او لیکوالو ټولنې رییس محمد اکرم خاموش په خپلو خبرو کې داسې وویل: «لکه څنګه چې د انسان بدن ډوډۍ ته اړتیا لري په همدې ډول روح یې کتاب او مطالعی ته اړ دی او دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې د کتاب مینوال سره راټول شوي یو.»

دې نندارتون ته راغلي ځوانان بیا وایي، خوښ دي چې په کاپیسا کې داسې یو نندارتون جوړیږي چې ځوانان کتاب او مطالعی ته هڅوي، چې په دې سره کورنۍ هڅول کېږي چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي.

یاده دې وي چې په دې نندارتون کې د کاپیسا ځایي کتاب پلورونکو خپل کتابونه د مناسب قیمت په بدل کې نندارې ته وړاندې کړي وو.