د جلال اباد په بېلابیلو واټونو او ناحیو کې یو شمېر پخواني سړکونه تخریب شوي، چې د موټرو او نورو نقیله وسایطو لروونکي پرې د تګ ـ راتګ پر مهال له زیاتو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.
دوی وایي، پدې سړکونو د بارانونو پر مهال تګ راتګ تر ټولو سخت وي او ان ځینې وخت خو یې وسایطو ته مالي زیان هم ور اوړي.