طالبانو په نیمروز ولایت کې د ښار پر سوالګرو نغدې پیسې ویشلي

اطلاعات روز: نيمروز کې طالب چارواکي وايي، دې ولایت کې یې د ښار پر سوالګرو نږدې يو ميليون افغانۍ ويشلي دي.

نیمروز کې د طالبانو د ولايت مقام استازی ملامحمد جمعه طیب وایي، چې يادې مرستې يې د ښار پر ۱۷۰ تنه سوالګرو د ولايت مقام په هدايت او لارښوونه ويشلي دي.

هغه وايي هر یوه سوالګر ته یې ۵ زره نغدې افغانۍ ورکړي دي.

طیب زیاتوي په ښار کې د فقر او سوالګرو د شمير د کمولو لپاره به په راتلونکي کې هم دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي.

د طیب په خبره د اوس لپاره يې د ښار پر ۱۷۰ سوالګرو ۸۵۰ زره نغدې افغانۍ ويشلي دي.

د طالبانو دغه مسوول وايي چې دوی دغه ډول مرستې هره مياشت ترسره کوي او په تيره مياشت کې یې هم پر ۱۰۴ سوالګرو نغدي مرستې ویشلې وې.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته د افغانستان په زياتو ښارونو کې د غريبو او اړمنو کسانو شمير زيات شوی او ګڼ شمير خلک په ښار کې د اقتصادي ستونزو له امله سوال کولو ته اړ شوي دي.