جلال اباد ښار کې وسله والو غلو د پوهنتون یو استاد وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سپین غر پوهنتون استاد د وسله والو غلو له لوري په چړو له وهل کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي مشر ورور محمد سلیم نیکمل نن (یکشنبه، ۲۹ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې استاد نعمت الله ولي تیره اوونۍ د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند چپرهار هډې ته څیرمه وسله والو غلو هغه د موبایل او کمپیوټر د اخیستلو په خاطر په چړو وهلی و، چې د سختو ټپونو له امله یې نن په روغتون کې ساه ورکړه.

د استاد ورور زیاتوي چې نعمت الله ولي د سپین غر خصوصي پوهنتون کې د طب پوهنځي استاد و.

ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تیره اوونۍ ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو ویلي و، چې ځواکونو یې په دې وروستیو کې د وسله والو غلو هغه نهه کسیزه ډله نیولې، چې خلکو ته یې ځانونه د طالبانو د حکومت غړي معرفي کول او په دې نوم به یې د عام وګړو کورونه لوټول.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي هم شکایت کوي چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې لارې شکوونکي وسله وال غله زیات شوي، چې له امله یې خلک سخت په تنګ راغلي او نشي کولای په ډاډه زړه له یو ځای بل ځای ته تګ راتګ وکړي.