ارزګان کې د کبانو غيرې قانوني ښکار زیات شوی دی

اطلاعات روز: په ارزګان کې خلک شکايت کوي چې لاهم د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې په غيرې قانوني ډول ماهيان نیول کېږي او نسل یې د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی.

ارزګان ميشتي وايي په تيرو وختونو کې چې نا امني وه خلکو د سيندونو کبانو ته لاس رسی نه درلود خو واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته اوس له ګاونډيو ولايتونو څخه هم هره ورځ په زيات شمير کسان ارزګان ته راځي او په سيندونو کې د شخصي کاروبار او همداراز ميلو لپاره کبان نيسي.

محمدرحيم چې دارزګان ولايت د شهيد اساس ولسوالۍ اوسيدونکی دی زياتوي چې دغه ولسوالۍ چې تر نورو سيمو زيات کبان لري د ګاونډي ولايتونو کندهار او هلمند څخه خلک ورځې او د شهيد اساس په سيند کې په غيرې قانوني ډول کبان نيسي او بیا يې ګاونډيو ولايتونو ته انتقالوي.

نوموړی وايي هغه کسان چې په دغه سيمو کې په غيري قانوني ډول د کبانو ښکار ترسره کوي اوس يې د کبانو نسل ختم کړی او په سيندونو کې کبان د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاتوي:«دلته زموږ ولسوالۍ ته د کندهار او هلمند څخه خلک د کبانو په نيولو پسې راځي چوونکو چاودیدونکي توکي او دواګانې اوبو ته اچوي او کبان نيسي کوچني کوچني د کبانو بچي يې هم ختم کړي دي پخوا خو لا لارې بندې وې څوک دلته نه شو راتلای خو اوس د هرې سيمې څخه خلک دغه سيمې ته راځي او کبان نيسي.»

د جمعې په ورځو کې د ارزګان په سیندونو کې زیاتره ځوانان ماهیان نیسي، پخوي او خپل ساعت تېروي

د ارزګان په مرکز ترينکوټ، چناتو ولسوالۍ، خاص ارزګان ولسوالۍ او چوره ولسوالۍ په سيندونو کې په پراخه کچه کبان شتون لري.

د مرکز ترينکوټ سراب دره هم يو له هغو درو څخه ده چې پکي په زيات شمير کبان په طبعي ډول ژوند کوي.

په دغه دره کې هم زيات وخت خلک د مېلو او تجارات لپاره په غيري قانوني ډول کبان نیسي.

په دغه دره کې چې یوه لس کسیزه ډله د کبانو په نیولو بوخته ده مشر یې عبدالصمد اطلاعات روز ته وويل چې دوی دغې سيمي د جمعې په ورځو کې راځي او د برق په مرسته پکې د کبانو ښکار کوي.

هغه وايي د دوی په څير لسګونه کسان دغه ډول د ارزګان په سيندونو کې د کبانو نېونه ترسره کوي.

نوموړی که څه هم په دې پوهيږي چې د برق او نورو ذهرې توکو په مرسته د کبانو نيول غيرې قانوني کړنه ده اود کبانو نسل د دغه عمل څخه له منځه ځي خو زياتوي چې دوی د خپلې مېلې لپاره دغه کار ترسره کوي.

عبدالصمد وويل:«د جمعې په ورځو کې د سراب درې ته خلک راځي زيات خلک دبرق په واسطه کبان نيسي او کم خلک بیا د ذهرې دواګانو په مرسته کبان نیسي دغه کار ټول ترسره کوي او بیا مېله ورباندې کوي.»

په دې برخه کې يو شمير پوهان وايي په افغانستان کې باید د کبانو د غيرې قانوني ښکار مخه ونيول شي ځکه که دغه ډول دوام وکړي په نږدي وختونو کې به د کبانو نسل ختم شي.

يو تن کارپوه ولي احمد په دې اړه اطلاعات روز ته وويل چې په نورو هېوادونو کې حکومت عامو خلکو ته اجازه نه ورکوي چې ژوي او نور ژوندي موجوداتو ته په غيري قانوني ډول زيان ورسوي.

هغه وايي کبان د افغانستان يوه ملي شتمني ده او د طالبانو حکومت دې ټول هغه کسان له سيندونو څخه بند کړي چې په غيرې قانوني ډول په اوبو کې کبان نيسي.

دغه ستونزه مو په ارزګان ولايت کې د کرنې او مالدارۍ رياست د مسوولينو سره شريکه کړه.

په ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعات مشر قدرت الله حميدي هم مني چې په دغه ولايت کې په پراخه کچه په غيرې قانوني ډول د کبانو ښکار ترسره کيږي خو زياتوي چې دوی به يو پلان جوړ کړي چې له مخې به يې بیا خلک په سيندونو کې په خود سره او غيرې قانوني ډول کبان نه نیسي.

هغه وايي دوی هڅه کوي چې د ارزګان په سيندونو کې په داسې ډول د کبانو نيونه ترسره شي چې په اوبو کې د شته کبانو نسل خوندي وساتل شي او هغه کبان چې د استفادي وړ وي ونيول شي او وروسته يې ګټه هم دولت او هم خلکو ته په لاس ورشي.

قدرت الله حميدي وويل:«موږ به يو داسې طرحه جوړه کړو چې دغه کبان چې اوس په غيرې قانوني ډول نيول کيږي ددې مخه پکې ونيول شي او په راتلونکي کې به په قانوني ډول نيول کيږي هغه نيونکي چې کبان نيسي د هغو لپاره به يو کار وبار شي نيمي پیسې به هغو ته پاته کيږي او نيمي پیسې به يې دولت ته راځي دولت به بیا په دغو پيسو کبانو ته خوراکي مواد چمتو کوي او په سيندونو کې په طبعي ډول د پیدا شوو کبانو روزنه او پالنه ورباندې کوي.»

دا يوازې ارزګان نه دی چې په سيندونو کې خلک په غيرې قانوني ډول کبان نیسي بلکې د افغانستان په ډيرو نورو ولايتونو کې هم دغه ډول کبان نیول کېږي، چې واکمن دولت په دې اړه کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی. خلک د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغه ډول غیرې قانوني ښکاریانو مخه ونیسي.