د ننګرهار هوایي ډګر ملکي الوتنو ته چمتو شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار هوايي ډګر مسوولین وایي، د دې ولایت هوايی ډګر ملکي هوایي الوتنو چمتو شوی دی.

د ننګرهار د ملکي هوایي ډګر مشر انجنیر رحمت الله شجاع نن (یکشنبه، ۲۹ دغبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه ولایت ملکي هوایي ډګر الوتنو ته چمتو شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې په تیرو اتو میاشت کې له یاد هوایي میدان څخه شاوخوا ۶۱ هوایي پروازونه شوي چې زیاتره یې ملکي خلک له ختیځو ولایتونو کابل او له نورو ولایتونو یې ننګرهار ته انتقال کړي دي.

هغه همداراز وایي، د ننګرهار هوايي ډګر، چې په تېرو شل کلونو کې ناټو او امریکایي ځواکونو د پوځي موخو لپاره کاروه؛ اوس د ملکي الوتنو پر مخ پرانیستل شوی او عملاً ترې الوتنې ترسره کيږي.

د یاد هوایي ډګر د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ د دغه هوایي ډګر مسلکي کاري ډلې، مخابروي سيستم او د هوایي برجونو د څارلو تجهیزات ترمیم، تنظیم او بیا فعال کړل. دغه راز د هوایي ډګر ځغاستليکه، عملیاتي او ساحوي برخې پاکې، خوندي او الوتنو ته چمتو او فعاله شوې دي.

همدارنګه، د دې هوایی ډګر تاریخي ترمینل بیا په بشپړه توګه پاک، منظم او د مسافرینو د پروسېس کولو لپاره چمتو شوی.

د يادونې ده، چې په دې هوايي ډګر کې اړين عمليات ترسره شوي او ټولې عملياتي ساحې او ترمينل د هوايي چلند خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي.

ختیځ میشتي هم د یاد هوایي ډګر فعالیت ته خوښ دي او له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې په یاد هوایي ډګر کې د شته ستونزو دحل په برخه کې جدي هڅې وکړي.