د خوست صبریو ولسوالۍ یو شمیر زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي

اطلاعات روز: د خوست په صبریو ولسوالۍ کې ډیری زده کوونکي په ښوونځيو کې د سرپناه نه موجودیت له امله تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د دغې ولسوالۍ زده کوونکي وايي، د نورو ستونزو ترڅنګ یې په سیمه کې ښوونځي ودانۍ نه لري، چې له امله یې د دوی د زده کړو بهیر ټکنی کړی دی.

د دوی په خبره  دباد او باران په ورځو کې یې ښوونځي رخصت وي او د ګرم لمر له امله کله یوه او کله دبل دیوال سیوري ته ناست وي او زده کړې کوي.

په دې اړه یو تن زده کوونکي سمسور داسې وویل: «زمونږ په صبریو ولسوالۍ کې ډیری ښوونځي ودانۍ نه لري، چې یو هم زمونږ ښوونځی دی. کله چې باران یا شدید باد وي نو په هماغه ورځ زمونږ ښوونځی هم رخصت وي، چې دې ستونزې مو په زده کړو خورا ناوړه اغېز کړی ده.»

د صبریو ولسوالۍ زده کوونکي د سرپناه نه درلودلو له امله په ګرم لمر کې زده کړې کوي

د دې ولسوالۍ د خلبیسات سیمې یو بل زده کوونکي جمال هم د سرپناه نه موجودیت لویه ستونزه وبلله او ویې ویل، چې اوس مهال یې په ټوله ولسوالۍ کې د څپرې کلي ښوونځي ته مناسبه ودانۍ جوړه شوې او د نږدې سیمې ماشومان په کې زده کړې کوي.

نوموړی زیاتوي، چې په خلبیسات او نورو سیمو کې لا هم زرګونه زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په سختو او نا مناسبو شرایطو کې زده کړې کوي.

هغه وايي: «زمونږ په خلبیسات سیمه کې ښوونځي شته خو ودانۍ نه لري او زده کوونکي ټول د دیوالونو تر شا سیورو ته زده کړې کوي. مونږ ته باید نور پام وشي او د پوهنې برخه کې مو شته ستونزې هوارې شي.»

د صبریو ولسوالۍ د زمبر سیمې یو بل زده کوونکي بیا وایي، چې په تېر نظام کې د پوهنې ریاست مسوولینو ورسره څو ځله ژمنه وکړه، چې ښوونځي ته به یې ودانۍ او نور اړین مواد برابروي، خو د هغه په خبره چې د زیاتې مودې په تېرېدو بیا هم دوی له ودانۍ برخمن نه شول.

نوموړي د طالبانو د پوهنې له ریاسته غوښتنه وکړه، چې په صبریو ولسوالۍ کې هغو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي کوم چې په کې لسګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

صبریو ولسوالۍ کې هغه زده کوونکي چې ښوونځي نه لري او د ونو او دیوال سیورو ته زده کړې کوي چې د باد او باران په ورځو کې رخصت وي

زمبر وايي: «پخوا په جمهوریت کې له مونږ سره د پوهنې رییس ژمنې وکړې خو عملي یې نه کړې اوس چې طالبان راغلي زمونږ غوښتنه دا ده، چې مسوولین باید د صبریو په ولسوالۍ کې هغو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي، چې اوس مهال یې زده کوونکي په بې سرپناه چاپیریال کې زده کړې کوي.»

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت د پوهنې ریاست طالب مسوولین وايي، پلان لري چې د صبریو ولسوالۍ په ګډون د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د زده کوونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د زده کړو مناسب چاپیریال ورته برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په خوست کې د دولتي ښوونځيو ترڅنګ ګڼ خصوصي ښوونځي هم فعالیت کوي، چې په دولتي ښوونځیو کې د منظم سیستم او د زده کړو لپاره د مناسب چاپیریال د نه موجودیت له امله خلک هڅه کوي، چې خپل ماشومان په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي.