زابل کې په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر زیات شوی

اطلاعات روز: زابل کې روغتیایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په سیوري ولسوالۍ کې څه باندې ۷۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

د زابل ولایت د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دغه کسان د سيوري ولسوالۍ د «ګرک» په سيمه کې په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړی وايي، په دغې ناروغۍ ۲۵ ماشومان، ۲۰ ښځې او ۳۰ تنه نارينه اخته شوي.

ډاکټر حکيمي زياتوي چې د څو تنو ناروغانو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دی او د ښې درملنې لپاره يې د زابل ولايتي روغتون ته انتقال کړي.

دی زياتوي چې سيمې ته ډاکټران رسیدلي او هلته يې بېړنی روغتون جوړ کړی تر څو د ټولو ناروغانو درملنه په ښه ډول ترسره کړي.

د ده په وينا چې تر يو بريده يې دا ناروغۍ کنترول کړې او لا يې هم هڅې روانې دې.

په ورته وخت کې دې سيمي ته يو تن تلوونکی ډاکټر وايي، ياد کسان د ګرمې هوا او د ناپاکو اوبو د څښلو له امله په دې ناروغۍ اخته شوي.

دغه ډاکټر زیاتوي، د ماشومانو او میرمنو روغتيایي حالت يو څه د اندیښنې وړ دی ځکه په وينا يې چې دفاعی سيستم يې کمزوری دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختونو کې په زابل ولايت کې د نست ناستي (کولرا) ناروغۍ زیاته شوې چې ډاکټران لامل د ناپاکو اوبو څښل یادوي. دې چارې د دغه ولايت اوسيدونکي اندېښمن کړې او له روغتيايي موسېساتو څخه غوښتنه کوي څو په کنترول کې يې مرستې وکړي.