ارزګان کې رسنۍ او خبریالان د اقتصادي پلوه په ډیر بد وضعیت کې دي

اطلاعات روز: که څه هم له وړاندې په افغانستان کې د رسنيو اقتصادي وضعیت ښه نه و خو ترسياسي بدلون وروسته په ارزګان کې ټولو رسنيو پر خپل کارکوونکو معاشونه بند کړي او يايې له دندو لېرې کړي دي.

په دغه ولايت کې خبريالان وايي د تېرو لسو مياشتو راهیسې زياتو خبريالانو دندې خوشي کړي او پاتې نور يې د رسنيو سره په رضاکارانه ډول کار کوي.

حکمت الله پاڅون چې له تيرو څلورو کلونو راهیسې په ارزګان کې په يوې خصوصي رسنۍ کې دنده لري وايي چې تر سياسي بدلون وروسته یوې سيمه ييزې رسنۍ سره بې معاشه کار کوي.

هغه وايي که وضعيت دغه ډول دوام وکړي لېرې نه ده چې د دغه په شمول به ټول خبريالان دندې پريږدي.

د پاڅون په خبره چې کورنۍ يې د غاړې ده او که دامهال دده په شمول ټول سيمه ييز خبريالان له ډير خراب اقتصادي حالت سره مخامخ دي.

نوموړی د طالبانو له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د خبريالانو روان اقتصادي وضعيت ته پاملرنه وکړي او له دوی سره د معاشونو په پیداکيدو کې مرسته وکړي.

ارزګان کې خبریالان وایي د طالبانو راتګ سره رسنۍ معاش نه ورکوي او په رضاکارانه ډول کار کوي

هغه زیاته کړه:«زما څلور کاله کيږي چې دلته په رسنيو کې د خبريال په توګه کار کوم کله چې طالبان واک ته ورسيدل په افغانستان کې د رسنيو اقتصادي حالت خراب شو په ارزګان کې ډيرو رسنيو خپل خبريالان له دندو ګوښه کړل موږ هم دغه لس مياشتي کيږي وړيا کار کوو يوازې زه نه يم ډير خبريالان دلته ددغه ډول ستونزو سره مخ دي ډيرو خبريالانو دندي پریښي دي.»

حضرت الله زيامل بیا بل هغه خبريال دی چې تازه دوې مياشتي کيږي د رسنيو ډکر ته راغلی زياتوي چې تراوسه يې ادارې ورته نه د معاش ويلي او نه هم دی هيله لري چې په نوې دنده کې دې ورته معاش ورکول شي.

هغه وايي په وړيا ډول يې ځکه دندې ته دوام ورکړی چې له يوې خوا څخه يې دغه دنده خوښه ده او له بل پلوه غواړي د خلکو خدمت له همدې لارې وکړي.

نوموړی وايي له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په خبره يې چې دولت او نړيواله ټولنه دې له دوی سره دمعاشونو په پیداکيدو کې مرسته وکړي.

هغه په دي اړه وويل:«زما دوې مياشتې کيږي چې دلته خبريال يم تراوسه دفتر ماته د معاش راکولو په اړه هيڅ هم نه دي ويلي بس کار کومه او نور نه پوهيږم چې دوی به ماته معاش وټاکي او کنه خو دغه دنده مې خوښه ده.

په ارزګان کې ګڼو خبريالانو د اقتصادي ستونزو له امله دندې له لاسه ورکړي او دا مهال په نورو کارونو بوخت دي.

په دغه ولايت کې د يوې خصوصي رسنۍ مدير مسوول بريال منګل وايي چې له ده سره د سياسي بدلون وړاندې تر ۱۷ تنه پورې خبریالان په کار بوخت وو او د راډيو لخوا ورته معاشونه ورکول کيدل خو زياتوي چې اوس يې يوازي راډيو کې هغه کسان په رضاکارانه ډول پریښي چې د راډيو په تخنيکي کارونو بوخت وي.

هغه وايي:«زموږ سره د ښځو په ګډون شاخوا ۱۷ تنه خبريالانو کار کوه خو اوس مو ډير له دندو لېرې کړي او پاتې نور يې بیا په وړيا ډول کار کوي.»

په ارزګان کې ازاد خبريالان هم د رسنيو پر اقتصادي حالت انديښمن دي او غوښتنه کوي چې د رسنيو د اقتصادي ستونزو په اړه باید د حل لارې چارې ولټول شي.

ازاد خبریالان وایي، د طالبانو راتګ سره د اقتصادي وضعیت له امله د رسنیو خپرونو کې زیات تغیر راغلی ځګه مسلکي خبریالانو خپلې دندې پریښي دي

په دغه ولايت کې ازاد خبريال شريف الله شرافت وايي دوی دا مهال د سيمه يیزو رسنيو پر اقتصادي حالت سخته انديښمن دي.

هغه وايي له کله نه چې په سيمه ييزو رسنيو کې اقتصادي بحران راغلی ورسره د رسنيو په نشراتو کې هم تغير احساس کيږي.

نوموړی وايي په ډيرو رسنيو کې اوس د پخوا په ډول خپرونې او نور نشرات نه کيږي او هغه کسان چې مخکي به يې په مسلکي ډول خپروني مخکي ته وړلې اوس هغه خپرونې بندې شوي دي.

نوموړي وويل:«دغه وضعیت د انديښنې وړ دی بايد د رسنيو د ملاتړ بنسټونه او حکومت د رسنيو اقتصادي حالت ته پام وکړي موسېسات باید د نورو پروګرامونو پر ځای رسنيو ته د عامه پوهاوي په برخه کې پروګرامونه ورکړي ترڅو رسنۍ د مالي اړخه پر پښو ودريږي دغه اوس د ډيرو سيمه ييزو رسنيو په نشراتو کې بدلون راغلی لامل يې اقتصادي ستونزې دي ځکه کله چې معاش نه وي مسلکي کسان په رسنيو کې دندې پريږدي.»

په ورته مهال په ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي دوی په ټول توان د رسنيو او خبريالانو په کلکه ملاتړ کوي او د مالي ستونزو د حل لپاره به ورته پلانونه جوړ کړي.

د ارزګان د ولايت مقام طالب وياند مولوي ولي جان پوهنيار وايي دوی د يو شمير موسېساتو سره غږیدلي ترڅو د اعلاناتو په برخه کې له رسنيو سره همکاري وکړي.

هغه په دې اړه وويل:«موږ درسنيو کلک ملاتړ کوو د ټولو رسنيو سره تر خپله وسه مالي مرسته هم کوو ولايت مقام به د موسېساتو سره په ګډه پر داسې طرحو کار وکړي چې د عامه پوهاوي د غونډو پر ځای رسنيو ته اعلانات ورکړي هم به د موسېساتو اعلانات تر ډيرو سيمو پورې رسيږي او هم به ورسره رسنۍ پر پښو ودريږي.»

د ارزګان ترڅنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم خبريالان له ورته ستونزو شکايت لري او غوښتنه کوي چې په اقتصادي برخو کې دې له دوی سره مرستې وشي.

د تېر رسنیز کال د کب په میاشت کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دوی د اقتصادي ستونزو په هواري کې ورسره مرسته او په ځانګړي ډول د دوی مالیات معاف کړي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې د سروې له مخې چې په ۲۰۲۱ کال دیسمبر میاشت کې یې ترسره کړې، له ۵۴۳ رسنیو ۲۳۱ چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ د بېلابېلو ستونزو په ځانګړې توګه د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي. د دې سروې له مخې په افغانستان کې له ۱۰۴۷۹ خبریالانو ۵۹۲۸ خبریالان بې دندو شوي دي.