له افغانستان پاکستان ته د ډالرو قاچاق؛ تورخم کې ۴۰ زره ډالر نیول شوي

اطلاعات روز: تورخم کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې پاکستان ته یې د ۴۰ زره ډالرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار  سید غازي الله هاشمي نن (چهارشنبه، ۱ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تورخم کې د کميسارۍ او انټرپول پوليسو له لوري پاکستان ته د ۴۰زره ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

نوموړی وایي، دغه ډالر چې یو تن د څپلیو په تليو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې پاکستان ته یې قاچاق کړي، چې د کمیسارۍ د امنیتي ځواکونو او د انټرپول پولیسو له خوا کشف او ونیول شو.

 د تورخم کميسار هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په راتلوونکي کې دا ډول کړنې تر سره کړي.

 د اقتصادي چارو د کاروپوهانو په باور د ډالرو پر وړاندې د پاکستاني کلدارو د نرخ ټيټوالي له امله يو شمېر کسان د ګټې په خاطر له افغانستان پاکستان ته د ډالرو د قاچاق هڅه کوي.

دوی اندیښنه لري که د ډالرو د قاچاق مخنیوی ونشي دغه چاره د ډالرو پر وړاندې د افغانيو د نرخ د ټيټېدو لامل کیدلی هم شي.