اطلاعات روز: د هېواد په سویل ختیځ پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ریشتر په کچه د ۵.۹ درجې زلزلې خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د تېرې شپې زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره و او مرکز یې خوست ولایت ښودل شوی دی.
د ځایي طالب چارواکو د لومړنیو معلوماتو په اساس په دواړو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸۰ تنه مړه شوي او ۲۵۵ ټپیان دي. په دغه زلزله کې لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د طالبانو د ځايي چارواکو په وينا، د امکاناتو د نشتوالي له امله دوى نه شي کولى چې تر خاورو لاندې پراته کسان په وخت راوباسي ترڅو د مرګ ژوبلې د زياتېدو مخه ونيسي.
ورته مهال بیا باختر اژانس دسيمه یيزو طالب چارواکو له خولې خبر ورکوي چې له ګاونډيو ولايتونو څخه روغتونو ته د ټپيانو د لیږد لپاره چورلکې استول شوي دي.
په همدې حال کې روغتیايي مسوولین وایي، چې د مرګ ژوبلې شمیرې وروستۍ نه دي او لا هم له سیمې په امبولاسونو کې روغتونو ته مړي او ټپیان لیږدول کېږي.