کونړ کې د کوټې چت پریوتو له امله ۸ تنه مړه او درې نور ټپیان شوي

 اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وایي، د دې ولایت په مرکز اسعد اباد کې د کوټې چت پریوتو له امله د یوې کورنۍ اته تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د سیمې یو ځایي اوسیدونکي یاسین الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار(پنج‌شنبه، ۲ د چنګاښ) د کونړ مرکز اسعداباد اړوند «کړمار» سیمه کې د زیاتو ورښتونو له امله د یو کورد کوټې چت پریوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۸ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

نوموړی وایي، په مړو شویو کسان کې څلور ماشومان او درې میرمنې شاملې دي، چې ټول یې د یوې کورنۍ غړي دي.

هغه وایي، ټپیان یې د کونړ ولایتي روغتون ته انتقال کړي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.

کونړ کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تائید کړې خو په تړاو يې نور معلومات نه دي ورکړي.

د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې شدیدې زلزلې او سختو بارانونو د ګڼ شمیر هیوادوالو کورونه نړولي او زیاتره تلفات یې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې عامو خلکو ته اړولي چې له امله یې نیږدې زر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور ټپيان شوي دي.