کندهاریان د تېلو لوړ نرخونو او خپل سري بازار څخه شکایت کوي

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې موټر چلوونکي وايي، د تېلو نرخونه تر پخوا ډېر لوړ شوي او په بازار کې بيا هر تېل پلورونکی په خپله خوښه نرخ ټاکي.

وروسته له هغه چې روسیې پر خپل ګاونډ اوکراين بريد وکړ د امريکا متحده ايالاتو په نړيوال بازارونو کې د روسیې د تېلو له رانيولو څخه ډډه وکړه او ګڼ شمېر بندېزونه يې پرې ولګول اوس د تېلو د نه شتون کړکيچ تر افغانستان ځان را رسولی دی.

د هېواد په هر ولايت کې تېل په مختلفو بیو پلورل کېږي، په ځینو ولایتونو کې يې نرخونه د لوړېدو په حال کې دي او په يو شمېر هغو کې بيا د ټېټیدو په حال کې دي.

په سویلي ولایتونو کې کندهار يو له هغه ولايتونه څخه دی چې ایران ته نژدې دی او تقريباً نورو ولايتونو ته له همدې ځای څخه تېل وړل کېږي.

دغلته عام وګړي او و موټر چلوونکي وايي، په بازارونو کې د خپلسري نرخونو ټاکل او بيا په هغو نرخونو باندې د تېلو خرڅول د دې سبب شوي څو تېل تر پخوا ډېر ګران شي.

کندهار د تېلو پر بازار کنترول نشته او هر تېل پلورونکی به خپله خوښه نرخ ټاکي

خو د‌ تېلو د اتحاديې مسوولين بيا په نړيواله کچه د تېلو ډ ګرانېدو خبره کوي او ټوله پړه پر نړیوال کړکيچ اچوي.

علي احمد چې د کندهار ښار کې ټکسي چلوي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له هغه وخته چې تېل ګران شوي هیڅ څوک کوښښ نه کوي څو په دربست موټر کې له يوه ځای څخه بل ځای ته لاړ شي.

ده وويل، يوازې يې د خلکو له خولې دومره اورېدلي چې پر سرحدونو د تېلو د اوښتو ماليه لوړه شوې او اوس ګران خرڅېږي.

هغه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې په سرحدونو کې پر وارداتي توکو ماليات کم کړي او خلک له ستونزو وژغوري.

ټکسي چلوونکی زیاتوي اوس د دوی کاروبار دومره لوېدلی چې د ماښام له پاره ډودۍ هم نه شي رانيولی.

علي احمد وايي، د تېلو تر څنګ د خوراکي توکو نرخونه هم پورته شوي او دې چارې يې ورځنۍ چارې سختې کړي.

د ده په خبره: «اصل‌ کې تجاران خراب تېل راوړي او ګران يې خرڅوي، جنجال ټول تجارانو جوړ کړی، موږ د ماښام له پاره په يوه ګوله ډوډۍ پسې حيران يو، د هيڅ شي وس نه لرو، حکومت دې پر تېلو ماليات را ټيټ کړي، کله کله چي طالبان په سرحدونو کې د خرابو تېلو را واريدلو ته اجازه ور نه کړي باره ګران شي.»

نصیب الله چې اوس وخت کندهار ښار کې رکشه چلوي اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې وویل، مخکې يې کاروبار ښه و خو د تېلو ګرانیدو سره یې ګټه نشته.

دی وايي د تېلو د نرخونو پورته کېدو يې پر کاروبار مستقيمه اغېزه کړې او اوس له خپل جيبه په‌کې تاواني دی.

نصیب الله زیاتوي، د تېلو نرخونه پورته شوي‌‌ او ګران ورته تمامېږي وايي خلک بيا کرايې پوره نه‌ ورکوي او ورسره جنجال هم کوي.

کندهار کې رکشه چلوونکي بیا وایي، تېل ګران شوي او کرایې بیا په خپل ځای دي او څوک ورته زیاتې پیسې نه ورکوي

دغه کس وايي، خلک ندې ملامت ځکه تېل ګران دې او اقتصادي کړکېچ پر ټولو تاثير کړی.

د ده په وينا، چې پخوا یې يو لېټر تېل له څلوېښتو څخه بيا تر شپېتو افغانیو رانيول خو اوس دغه بیه نږدې نوي افغانیو ته پورته شوې.

هغه د طالبانو د سرپرست حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي چې هېواد ته يې د بې کيفيته تېلو پر راوړلو بندیز اعلان کړی او بېرته يې هماغه هېواد ته واپس کوي له کوم ځای څخه چې وارد شوي وي.

نصیب الله وويل: «خواری مو نشته، ټوله ورځ همدلته په رکشه کې بېکاره ناست يو، پخوا لا ښه و اوس تېل ګران شوي، سوارلۍ هم ملامته نه ده، موږ ته تېل ګران راکول کېږي او په لوړه بيه له يوې سيمې بلې سيمې ته سوارلۍ بيايو، تاوان خو مو دی مګر بيا هم ګذاره به کو، حکومت ښه کار کړی چې خراب تېل افغانستان ته نه پرېږدي چې وارد شي.»

دغه راز عام وګړي له لوړې کرايې ورکولو څخه خوښ نه دي او ټوله پړه د تېلو پر تجارانو اچوي.

دغه کسان وايي، تجاران تېل ارزانه رانيسي خو پر خلکو يې ډېر ګران خرڅوي او څو جنده ګټه کوي.

د ثنا الله په نوم یو کس اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له هغه وخت څخه چې کرايي پورته شوي دی پر پښو کار ځای ته ځي.

ده وويل، که په کرايي وسایطو کې لاړ شي او که په شخصي کې ټول يو ډول مصرف کوي ځکه تېل ګران شوي.

د هغه په خبره، که حکومت د تېلو نرخونه کنترول نه کړي نو له دې څخه به نور هم ګران شي او بيا به يې مهارول سخت وي.

دی زياتوي، په افغانستان کې د تېلو کاروبار د مافيايي کړيو په لاس کې دي او ټول په خپل سر فعاليت کوي.

نوموړی وايي، د تېلو نرخونو د توکو پر نرخونو هم اغېزه کړې ځکه په خبره یې چې د کندهار ټولې توليدي فابريکې د تېلو له غټ ماشینونه خپله برېښنا پوره کوي.

دغه عام وګړي زیاته کړه، د طالبانو حکومت دې د تېلو په بازارونو کې تېل ليلام کړي څو نور کسان دې ته اړ شي چي په ټيټه بيه يې خرڅ کړي.

په همدې حال کې د کندهار ولايت د تېلو د اتحاديې مشر حاجي مسعود احمد‌ راحت اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وویل، يوازې افغانستان کې د تېلو نرخونه ندي پورته شوي بلکي په ټولې نړۍ کې يې تغير کړی.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د نورم سټنډرډ په نوم يو اداره شتون لري څو دغه هېواد ته د بې کيفيته تېلو مخه ونيسي او د دغې ادارې فعاليتونو هم د تېلو پر لوړوالي اغېزه کړې.

کندهار کې د تېلو د اتحادیي مشر وایي، د نورم سټنډرډ ادارې لخوا اوس بې کیفیته تېل بیرته هماغه هیواد ته ګرځول کېږي نو ځکه تېل ګران شوي دي

حاجي راحت وايي، د نورم سټنډرډ اداره غواړي چې خپل نورم تعقيب کړي او په هغه کيفيت چې یې سټنډرډ وي تېل وارد کړي.

دی وايي په دې وروستيو کې له افغانستان څخه ايران هېواد ته زرګونه لېټره تېل د ټيټ کيفيت له وجی واپس شول چې دغه چاره هم د نرخونو پر وړاندې يو خنډ دی.

هغه وويل، که څه هم په هېواد کې د دغو واپس شويو تېلو مخه نيول شوې خو په خبره يې چې دغه تېل دومره بې کيفيته نه دي څو د موټرو او نورو وسايطو له پاره کار ونه کړي.

هغه زياته کړه، کوم تېل چې پر نورم برابر وي او ډېر لوړ کيفيت ولري اول خو په ايران کې نه پيدا کېږي بيا که پيدا شي ايرانيان يې افغانستان ته نه ورکوي.

د ده له قوله، چې اوس وخت د تېلو د تجارانو ۸۰۰ ټانکره تېل د سرحد ها خوا ولاړ دې او د طالبانو حکومت ورته د وارېدېدو اجازه نه ورکوي.

د ده په خبره کوم تېل چې افغانستان ته واردېږي لومړی په ايران کې د شخصي شرکتونو له خوا تصفیه کېږي او وروسته دغه هېواد ته را وړل کېږي.

د هغه په وینا چی په مرکز کابل کې يې د طالبانو د نورم سټنډرډ ادارې له مشر مولوي فيض الله سره کتلي او په خبره يې کېدای شي چې نرخونه نور هم ښکته شي.

راحت زیاتوي: «هڅې روانې دي څو د تېلو نرخونه ښکته شي، موږ تر دې وړاندې هم د طالبانو له مسوولینو سره کتلي او اوس بيا پلان لرو څو کابل ته ولاړ شو او هلته په همدې تړوا مجلس جوړ کړو، اوس څه ناڅه د تېلو نرخونه ټيټ شوي ځکه پخوا يو ټن تېل په څوارلس سوه امريکايي ډالر و خو اوس شاوخوا دیارلس سوه ته راټيټ شوي.»

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د تېلو له لوړو نرخونو څخه د کندهار په بازارونو کې خلک ډېر په تکليف و. دا په داسې حال کې ده چې يوازې تېره اونۍ يو لېټر ډیزل نږدې ۱۱۰ افغانۍ او يو لېټر پطرول نېږدې سلو افغانیو ته لوړ شوي وو.