د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د مدرسې پر زده کوونکو چت پریوتی

اطلاعات روز: د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د مدرسې چت پریوتو له امله دوه زده کوونکي مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

 د خوږیاڼو ولسوالۍ یو اوسیدونکي اکرام خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار (شنبه، ۴ د چنګاښ) شاوخوا نهه بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکز کږې بازار اړوند « پاس غونډۍ» کلي کې د احمد شاه په نامه د یوې دینې مدرسې چت پر زده کوونکو غورځیدلی دی.

نوموړی وایي، په یاده پېښه کې دوه زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پېښې له ځایه روغتون ته د یو تن جسد او ۷ ټپیان راوړل شوي او پاتې نور یې د کږې ولسوالۍ په روغتون کې بستر شوي چې ټول یې د یوې مدرسې زده کوونکي دي.

تر اوسه د یادې پېښې لامل نه دی معلوم خو ډیر کله دا ډول پېښې د زیاتو ورښتونو او د ځینو ودانیو د زوړوالي له امله رامنځته کیږي.