په خوست او پکتیکا کې د ښځینه ډاکټرانو کموالي د ټپي شویو میرمنو درملنه ټکنۍ کړې

اطلاعات روز: په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ښځینه روغتیاپالانو د کموالي له امله په زلزله کې د ټپي شویو میرمنو درملنه ټکنۍ کړې ده.

د پکتیکا په ولایتي روغتون کې اوس مهال لسګونه ښځې په ټپي حالت کې بستر شوي خو هلته د ښځینه روغتیاپالانو د کموالي له امله د ټپي شویو میرمنو درملنه ستونزمنه کړې ده.

په سیمه کې د کلتوري ستونزو له امله خلک دې ته زړه نه ښه کوي، چې د دوی د ښځو درملنه دې نارینه ډاکټران وکړي خو اوس په روغتون کې په زیات شمېر د ټپي ښځو لپاره کافي نرسانې او نورې روغتیاپالانې شتون نه لري، چې ټولو ته پر وخت رسېدګي وکړي.

د پکتیکا ولایت یو اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله اطلاعات روز سره په ټلیفوني خبرو کې روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، چې لاهم د ښرنې په ملکي روغتون کې د ډیری ټپي ښځو درملنه په نیمګړي حالت پاتې شوې او د روغتون ښځنیه پرسونل ورته رسېدنه نه شي کولی.

نوموړي همدا راز د طالبانو له روغتیا وزارت غوښتنه وکړه، چې دغه ولایت ته د ټپیانو درملنې لپاره له پلازمینې ښځینه روغتیاپالانې راوغواړي تر څو د ټپي ښځو تداوي وکړي.

په همدې حال کې بیا د خوست په روغتیايي مرکزونو کې هم ورته وضعیت دوام لري له سپېرې ولسوالۍ د نورو ټپیانو ترڅنګ ګڼې ښځې په ټپي حالت دغو مرکزونو ته د درملنې لپاره استول شوي خو د ښځینه روغتیاپالانو د کموالي له امله د ناروغانو درملنه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې ده.

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، په سپېره ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله ډیری ټپیان ښځې او ماشومان دي چې اوس مهال په ملکي او ځینو نورو روغتیايي مرکزونو کې یې نارینه ډاکټرانو له لوري درملنه کېږي.

وړمه ورځ د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست پکتیکا ولایت ته په سفر کې خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې د ټپیانو درملنې برخه کې به پوره هڅه کوي، خو نوموړي د ښځینه ډاکټرانو کموالي په اړه هیڅ هم ونه ویل.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د شوې زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان یاد شوي، کوم چې په زلزله کې نه دي توانیدلي چې ځان وژغوړي.